د عدلیې وزارت د ریاست د دفتر پېژندنه

د عدلیې وزارت د مقام د دفتر ریاست، لومړی په ۱۳۴۳ کال کې د تحریراتو لوی مدیریت په نوم د عدلیې وزارت او نورو وزارتونو، دولتي ادارو او د عدلیې وزارت د مرکزي ریاستونو تر منځ د چارو د انسجام، ښې همغږۍ او د اړیکو د تامین په منظور  جوړ شوی دی. په ۱۳۷۱ کال کې د مجاهدینو له بریالیتوب او د افغانستان اسلامي دولت رامنځ ته کېدو سره سم، د تحریراتو لوی مدیریت د عدلیې وزارت د تحریراتو د مقام ریاست ته ارتقاء وکړه. او په ۱۳۸۴ کال کې د تحریراتو د ریاست په نوم یاد شو.

د عدلیې وزارت د مقام دفتر د ریاست تشکیل په لاندې ډول دی:

  • (۲) بست، د دفتر رئیس یو بست.
  • (۳) بست، د عدلیې وزارت د مقام اجرائیوي سکرتر، یو بست.
  • (۳) بست، د مسلکي معینیت اجرائیوي سکرتر، یو بست.
  • (۳) بست، د اداري او مالي معینیت اجرائیوي سکرتر، یو بست.
  • (۳) بست، د عدلیې وزارت د مقام ژباړندوی، یو بست.
  • (۴) بست، د اړیکو او سندونو لوی مدیریت، یو بست.
  • (۵) بست، د اړیکو او سندونو مدیریت، یو بست.
  • (۶) بست، د سندونو او اړیکو اجرائیه مامور، یو بست.
  • (۶) بست، د وړاندیزونو د ثبت مامور، یو بست.
  • (۴) بست، د کابېنې د حکمونو، فرمانونو، او مصوبو تعقیبولو د محرمو سندونو لوی مدیریت، یو بست.
  • (۶) بست، اجرائیه مامور، یو بست.
  • (۵) بست، اجرائیه مدیریت، یو بست.
  • (۵) بست، د امنیتي کامرو مسوولین، دوه بستونه.
  • (۵) بست، د عریضو مدیریت او پذیرش، یو بست.
  • (۶) بست، د عریضو مامور، یو بست.
  • (۶) بست، د پذیرش مامور، یو بست.
  • (۵) بست، د آرشیف مدیریت، یو بست.
  • (۶) بست، د پستي خدمتونو مامور، دوه بستونه.
  • (۶) بست، اجرائیه مامور، دوه بستونه.
  • (۶) بست، د مخزن مامور، یو بست.
  • (۶) بست، حفظیه مامور، دوه بستونه.

د دفتر د ریاست اساسي او لویې موخه:

د دې وزارت داخلي ادارو او ریاستونو او د نورو امارتي ادارو، وزارتونو، عامه خلکو او مراجعینو ترمنځ د چارو د انسجام، ښې همغږۍ او د اړیکو تامینول او همدا راز له محترم جلالتمآب د عدليې وزیر  سره د مراجعینو د کتنو تنظیمول  او د کابینې د مصوبو، امرونو، لارښودونو، حکمونو، فرمانونو، او نورو مصوبو او پرېکړه لیکونو  د پلي کېدو یا عملي کیدو څرنګوالی تعقیبول.

د دفتر د ریاست اساسي او عمده دندې:

د عدليې وزارت مقام  او معینانو د حکمونو لکیل، ترلاسه کول او تسليمېدل، وروسته د هغوی له لارښوونو څخه. او د اسلامي امارت د چارو د ادارې لوی ریاست څخه د عدليې وزارت مقام ته د استول شوو فرمانونو، حکمونو، امرونو، لارښوونو او تعهدونو د پلي کېدو او عملي کېدو څرنګوالی تعقیبول.

د عدليې وزارت مقام ته د بېلابېلو مراجعو څخه استول شوي ځانګړي او محرم لیکونه، ترلاسه کول او اخیستل. د عدليې وزارت مقام ته یې وړاندې کول او د عدليې وزارت مقام لارښوونې لیکلو څخه وروسته یې اړونده  مراجعو ته  استول.

د عدلیې وزارت مقام تر سرلیک لاندې  لیکونو، وړاندیزونو او دوسیو تر لاسه کول او استول وروسته له دې چې د عدلیې وزارت مقام حکم ولیکل شو او اړوند دفترونو کې ثبت شو چې  د منظورۍ، لارښوونو، لازمه اجراآتو، د حقوقي مشورې غوښتنې او د حقوقي نظر تر لاسه کولو له پاره استول شوي دي.

عدلیې وزارت ته ټول استول شوي لیکونه، وړاندیزونه او دوسیې تر لاسه کول او وروسته له دې چې اړونده شعبې یې جلا او تعیین شوې، اړونده مراجعو ته تسلیمول.

په وړاندیزونو، د لیکونو لاندې او د سوداګرۍ او حقوقي عریضو لاندې ، د عدلیې وزرات محترم مقام امرونه، لارښوونې او حکمونه ترلاسه کول.

د عدليې وزارت د مشرتابه پلاوي د ناستې اجنډا ترتیبول او د عدلیې وزارت ټولو مرکزي ریاستونو ته یې رسول.

د عدلیې وزارت د مشرتابه پلاوي د پرېکړو ترتیب او تنظیم او  د عدليې وزارت مرکزي ریاستونو ته يې تکثیرول او رسول. او د لیکل شو لارښوونو د پلي کېدو څرنګوالي څخه راپور اخیستل.

د عدليې وزارت مقام سره د امارتي چارواکو، مقاماتو او د عدليې وزارت مراجعینو د کاري کتنو ترتیب او تنظیم.