د دعوت او ارشاد ریاست پیژندنه

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۹/۵/۱۴۴۳ نېټه (۱۴) ګڼې  مصوبې پر بنسټ د ۱۴۰۱ مالي کال د تشکیل په طرحه کې چې په هغې کې یې ټولو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه کړې و چې خپل تشکیل کې  دعوت او ارشاد ریاست ته ځاي ورکړي د کابینې د مصوبې د هدایت په بنسټ د عدلیې وزارت په مرکز کې د دعوت او ارشاد ریاست تشکیل د اسلامي امارت د کابینې د ۱۴/۶/۱۴۴۳ نېټه (۱۹) شمېرې مصوبې فیصلې سره سم په فوق العاده توګه منظور شوی دی.

د دعوت او ارشاد رياست تشکيل:

دغه رياست د ۱۴۰۱ هـ.ش کال په منظور شوی تشکيل کې( ۸ ) تنه کسان وجود لري چې هر یو یې دا لاندې دندې او مسولیتونه لري.

  • د دعوت او ارشاد رئیس دویم رتبه بست دی چې د ریاست ټولې چاري تنظیموي او د دعوت په برخه کې کلیدي رول لوبوي.
  • د دعوت ارشاد مدرس دریم رتبه بست دی چې د وزارت کارکوونکو ته دیني درسونه ورکوي او د ټولو کارکوونکو د سیرت او صورت د برابرولو په برخه کې پوره ونډه اخلي.
  • د وزارت  له پاره امام یا مبلغ دریم بست دی چې د لمانځه چارې تنظیموي او ترڅنګ يې د دعوت په برخه کې هم ونډه اخلي.
  • مدیر اجرایه څلورم رتبه بست دی چې د ریاست اداری برخه تنظیموي او ددې ترڅنګ د دعوت په برخه کې هم ونډه اخلي.
  • موذن څلورم رتبه بست دی چې د اذان او اقامت ترڅنګ د دعوت په برخه کې به هم ونډه اخلي.
  • کمپیوټرکار څلورم رتبه بست دی چې د ریاست د لېکنو دنده په غاړه لري او د دې ترڅنګ د دعوت په برخه کې هم ونډه اخلي.
  • یو ۷  رتبه بست  خانه سامان او یو  ۷ رتبه بست  ډریور په دې ریاست کې شامل دي.

دندې او صلاحیتونه:

  • د اسلامي حکمونو د تطبیق په غرض، د اړونده مرجع د لوړو او صالحه مقاماتو څخه هدایتونو لاسته راوړل.
  • د دفتر د اړتیا وړ ټول مواد او تبلیغاتی مواد د برابرولو په هکله د  وړاندیز وړاندې کول .
  • د نصاب مطابق د  درسونو برابرول.
  • د دیني اومذهبي مسایلو وېشل او خپرول.
  • د اړونده وزارت یا عمومي ریاست دکتابتون له کتابونو څخه نظارت کول، او یاد کتابتون ته  دیني کتابونه برابرول.
  • د اړوند وزارت  یا لوی ریاست په چوکاټ کې د اسلامي ښوونو د حلقو جوړول او له هغو څخه نظارت کول.
  • د پرله پسې نظم او ډسپلین برابرول او د جماعت له پاره دعوت او د ماسپښین په لمانځه کې د اجیرانو اومامورینو سره د دعوت او ارشاد دټولو منسوبینو حضور لرل.
  • د دعوت او ارشاد د اړونده دفترونو د کار د اجراآتو د را پور څیړل، مطالعه  او لارښوونه.
  • د ربعوارو فعالیتونو راپور  د دعوت او ارشاد لوی ریاست ته لېږل.
  • اړونده صالحه مقاماتو ته د ادارې ښه والي له پاره د لازمو وړاندیزونو وړاندې کول.
  • حلقو او دیني سیمینارونو ته د اړونده مسلکي غړو ټاکل او ګمارل او له هغه څخه پلټنه کول.
  • د اسلامي حلقو او سیمینارونو دایرول، او د مامورینو او اجیرانو د کچې او پوهې د اندازې له بیلوالې څخه وروسته د هغوي د کچې مطابق د مسلکي غړو ګمارل.

د یادولو وړ ده چې د دعوت او ارشاد ریاست لخوا د ولایتونو په عدلیې ریاستونو کې یو یو استازی ټاکل شوی چې یادې دندې په منظمه توګه سر ته ورسوي خو نومړی نماینده دغه دنده د بلې دندې ترڅنګ ادا کوي او د دعوت ارشاد په دنده کې معاش نه ورکول کیږي بلکې د الله ج د رضا لپاره دغه دنده تر سره کوي او د ټولو چارو په تنظیم کې دعوت او ارشاد ریاست ورسره پوره همکاري او څارنه کوي.