د حقوقي مرستو رياست

د حقوقي مرستو ریاست د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت له مرکزي ریاستونو څخه دی. لومړی ځل دغه ریاست په ۱۳۶۸ کال د سترې محکمې په چوکاټ کې منځ ته راغی او د ۱۳۸۶ کال تر پایه پورې د قضائیه قوې په چوکاټ کې فعالیت سرته رسوه. له ۱۳۸۷ کال څخه وروسته د وخت د دولت له فرمان سره سم له ټول پرسونله سره د سترې محکمې له تشکیل څخه عدلیې وزارت ته واړول شو.

دغه ریاست خپلې دندې د وړیا حقوقي مرستو په لړ کې د حقوقي مرستو مقررې پر اساس مخ ته وړي چې یاده مقرره د مدافع وکیلانو د قانون درېیمې مادې څخه وضع شوې او د حقوقي مرستو د ادارې تشکیل، دندې او صلاحیتونه او د حقوقي مرستندویانو د فعالیت څرنګوالی او د حقوقي مرستو وړاندې کوونکې مرجعو د حقوقي مرستو نورې اړونده چارې تنظیموي.

  مأموریت:

 دا چې د مدافع وکیل او یا حقوقي مرسته کونکي د درلودلو حق  د متهم او مظنون له اساسي حقوقو څخه دی او د هیواد داخلي قوانینو کې یې تسجیل موندلی، د اساسي قانون د ۳۱ مادې ، د مدافع وکیلانو د قانون ۲ مادې، د حقوقي مرستو د تنظیم مقررې ۴ مادې او نورو تقنیني سندو پر بنسټ بې وزله مظنونینو او متهمینو ته حقوقي مرستې وړاندې کول د عدليې وزارت له مکلفیتونو څخه دي.

همدا راز مظنونینو، متهمینو، محکوم علیه یا مجني علیه وګړو او کورنۍ قضیو کې ماشومانو او بې وزله ښځو ته د حقوقي مرستو وړاندې کول په ملي پالیسۍ، د عدليې وزارت ملي پاليسۍ او ستراتېژۍ او نور سندونه لکه د حقوقي مرستو او حقوقي مشورو ، د حقوقي مرستو ارزول او لار ښوودل،  تسجیل (لیکل) شوې کلیدي دندې دي.

نو ځکه، د حقوقي مرستو د ریاست مأموریت د حقوقي خدمتونو او مرستو  اوحقوقي مشورو له لارې د ټولنې مستحقو وګړو ته یو شان عدالت ته لاس رسۍ له پاره د زمېنې چمتو کول دي.

جوړښت او تشکیلات:

د پورتني مأموریت د تطبیق او تأمین د یاد شوو سندونو، لارښوونو او حکمونو سره سم د حقوقي مرستو ریاست پر غاړه دي  چې د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت په تشکیل کې منځ ته راغلې، چې مرکزي او لایتي تشکیل یې په لاندې توګه دی:

مرکزي تشکیل:

د حقوقي مرستو ریاست دوه یم بست لرلو سره چې د حقوقي مرستو د تنظیم مقررې کې د حقوقي مرستو ادارې په نوم یادیږي، دوه آمریتونه (عامه حقوقي پوهاوی او حقوقي مرستي) لري چې خپل اداري او اجرایوي چارې د مسلکي او اداري کارکوونکو ( ۵ او ۶ رتبې بست) پواسطه پر مخ وړي.

  • د حقوقي مرستو آمریت په کابل کې یو آمر (۳) رتبه بست کې او ۲۵ حقوقي مرستدویان (۴) رتبې بست کې لري.
  • د حقوقي عامه پوهاوي آمریت یو تن آمر (۳) رتبه بست کې، (۴) تنه د مدني تعلیماتو آموزګاران په (۴) رتبې بست او ۱۵ تنه د عامه حقوقي پوهاوي مبلغان په (۵) رتبې بست کې دي.
  • د حقوقي مرستو ریاست په مرکز کې (۳) تنه خدماتي کارکوونکي لري.

په ټوله کې د حقوقي مرستو ریاست په مرکز کې (۵۲) تنه اداري او خدماتي پرسونل لري.

ولایتي تشکیل:

د حقوقي مرستو ریاست په ولایتونو کې (۳۳) د آمریت (۳) رتبې بستونه. او (۴۴) حقوقي مرستو (۴) رتبې بستونه او ۳۳ تنه د حقوقو عامه پوهاوي مبلغان (۵) رتبې بستونه لري. د حقوقي مرستندویانو او حقوقو عامه پوهاوي کارکوونکي په ولایتونو کې د ولایتونو د جمعیت، کاري تراکم او د قضایاو د حجم او اداري درجه بندۍ  په تناسب تنظیم شوي دي. نو ځکه د حقوقي مرستندویانو او د حقوقو عامه پوهاوي کارکونکو  شمېر د حقوقي مرستو د آمر په شمول د هر ولایت دعدليې رسایتونو په تشکیل کې  (۱ـ۲) تنه مرستندویان او ۱ تن د حقوقو عامه پوهاوي مبلغ دی.

د ولسوالیو په کچه حقوقي مرستې وړاندې کول:

له دې امله چې د حقوقي مرستو او خدمتونو وړاندې کول د دولت له دندو څخه دي د حقوقي مرستو ملي پالېسۍ او نورو تقنیني سندونو سره سم دغو خدمتونو ته د مظنونینو او متهمینو لاس رسۍ په منظور د ولسوالیو په کچه هم دغه خدمتونه وړاندې شي. د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت په دې هڅه کې دی چې د عدلیې وزارت پالیسۍ او ستراتېژۍ سره سم دغو خدمتونو ته د ولسوالیو په کچه پراختیا ورکړي.  

د حقوقي مرستو د ادارې صلاحیتونه او دندې:

د حقوقي مرستو اداره او اړوند آمریتونه په ولایتونو کې لاندنۍ دندې او صلاحیتونه لري:

  • د بې وزلۍ فورمې تر لاسه کول، د حقوقي مرستندوی د تعیین او یا رد په اړه یې بررسي او پریکړه کول.
  • د حقوقي مرستو د تنظیم مقررې او د حقوقو عامه پوهاوي ملي ستراتیژۍ سره سم د حقوقو عامه پوهاوي مبلغان او د حقوقي مرستندوی تعیین او په دنده ګمارل.
  • د حقوقي مرستو له ډېټابېس څخه استفاده.
  • د اړونده حقوقي عامه پوهاوي  کارکوونکو او حقوقي مرستندویانو له اجراآتو څخه نظارت او د هغوی له اجراآتو څخه راپور اخیستل.
  • د اړونده حقوقي عامه پوهاوي کارکوونکو او حقوقي مرستندویان د حقوقي پوهاوي او حقوقي مرستو څخه دقیقه احصایه ټولول.
  • مجني علیه او مدني قضیو کې ماشومانو او بې وزله ښځو ته د حقوقي مرستې وړاندې کولو په غرض حقوقي مرستندوی په دنده ګمارل او د هیواد اتباعو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کول.
  • د عدلي او قضائي مراجعو څخه  د بې وزله محکوم علیه یا متهم، مظنون د عدلي تعقیب په هره مرحله کې د ګمارل شوو حقوقې مرستندویانو پواسطه د حقوقي مرستو وړاندې کولو څخه حصول او اطمینان ترلاسه کول.
  • د دندې پر مهال  حقوقي مرستندویانو او حقوقي عامه پوهاوي کارکوونکو سره د عدلي او قضائي، دولتي او خصوصي ادارو د مسوولینو همکارۍ څخه ډاډ ترلاسه کول.
  • د قضائي او عدلي مراجعو څخه په کورنیو قضیو کې د ماشومانو  او ښځو له پاره د ټاکل شوو حقوقي مرستندویانو د حقوقي مرستې څخه ډاډ ترلاسه کول.
  • د حقوقي مرستو ادارې د حقوقي مرستندویانو  او عامه پوهاوي د پوهې کچې لوړولو له پاره  سیمینار، ورکشاپ، کورس او زده کړه ییزې برنامې جوړول.
  • د وزارت مقام او کمېسیون ته د اړوندو فعالیتونو له اجراآتو څخه ربعوار راپور وړاندې کول.
  • نوری هغه دندې پرمخ وړل چې د وزارت یا کمېسیون له لورې ورسپارل کېږي.

د حقوقي مرستندوی دندې او مکلفیتونه:

د بی وزله محکوم علیه یا متهم، مظنون له پاره حقوقي مرستې وړاندې کول او کورنیو قضیو کې د بې وزلو ښځو او ماشومانو حقونو، مجني علیه او نور آسیب پذیره قشرونه څخه دفاع چې لاندنۍ ځانګړنې لري:

  • د عدلي تعقیب په ټولو پړاونو کې د موکل اړوند د جزائي  دعواوو د پاڼو غوښتل، موکل سره کتنه، خبرې اترې، د نظارت لاندې موکل مراسلات او مخابرات، په هغه محیط کې توقیف یا بندې کول چې هلته یې اسرار خوندي شي.
  • د موکل شخصیت ته په احترام او امانت دارۍ او رښتینولۍ سره د حقوقي مرستې وړاندې کول، له هر ډول جنسیتي، ژبني، قومي، سمتي، ځایې او نژادي تبعیض څخه په کلکه سره ډډه کول.
  • د موکل مقابل لوري ته له هر ډول مرستې څخه ځان ساتل او له هر ډول کړنو څخه ځان ساتل چې د تحقیق او محکمې د بی ځایه ځنډیدو او خنډ سبب کیږي.
  • د موکل د سندونو اخیستل، ساتنه او موکل ته یې د لیکل شوي سند په بدل کې استرداد. په ډېټابېس کې د ورکړل شوو قضیو د معلوماتو ثبتول او اړونده مرجع ته یې په ورځني ډول د کاري اجراآتو راپور وړاندې کول.

د عامه پوهاوي د کارکوونکو مکلفیتونه او دندې:

  • د هیواد اتباعو د شرعي او قانوني حقونو اړوند د حقوقي پوهاوي کچې لوړول.
  • د عدلي او قضائي بنسټونو، او د یادو بنسټونو  اجراآت، صلاحیت او د هغوی مسئولیتونو معرفي.
  • د حقوقي پوهاوی د وړاندې کولو له پاره دولتي او غیر دولتي بنسټونو سره د لازمې همکارۍ او همغږۍ تأمینول.
  • اړمنو ته حقوقي مشورې ورکول.

حقوقي مرستي او مشورې وړاندې کول:

حقوقي مشورې ورکول د دې ادارې له کلیدي دندو څخه دي او مظنون، متهم یا محکوم علیه، ماشومان او بې وزله ښځو، آسیب پذیره قشرونو او نورو غوښتنکو ته د حقوقي مرستندوی او حقوقي عامه پوهاوي کارکوونکو له لوري د وړاندې کولو د مرتبې فارمت سره سم حقوقي مشورې وړاندې کیږي. حقوقي مشوره وروسته له دې چې د مشورې ورکوونې فورم ډک شي د شرعي او قانوني حکمونو په استناد سره وړاندې او د ادارې د مسوول لخوا تأییدیږي.