د بهرنیو اړیکو د ریاست کاري بهیر
عمومي اطلاعات:
د افغانستان د اسلامي امارت د عدليې وزارت دنده لري چې د افغانستان د تابعیت د پریښودلو او د تابعیت د ترلاسه کولو د غوښتونکو غوښتنو ته رسیدګي وکړي او په دې برخه کې، د دې وزارت د بهرنیو اړیکو برخه او د تابعیت په پریښودلو او د تابعیت په ترلاسه کولو پورې د اړوندو چارو کمېسیون فعالیت کوي.
د تابعیت په پریښودلو او ترلاسه کولو پورې د اړوندو چارو کمېسیون د عدليې وزارت د مسلکي معین په مشرۍ او د بهرنیو چارو وزارت، سترې محکمې، د ملي امنیت لوی ریاست، او د احصايې او معلوماتو د ملي ادارې د استازو په غړيتوب د تابعیت د ترلاسه کولو او پریښودلو د دوسیو د بررسۍ لپاره جورېږي.
د غوښتونکي شخص د لیکلې شوې غوښتنې او د تابعیت د پریښودلو او ترلاسه کولو د قانون پربنسټ صورت مومي.
د تابعیت د پریښودلو بهیر:
د تابعیت د پریښودلو لپاره، غوښتونکی، په پیل کې د خپل افغاني تابعیت د پریښودلو غوښتنلیک له اړتیاوړ سندونو سره په دوه یم هیواد(متبوع) کې د افغانستان سفارت او یا د سیاسي نمایندګیو ته سپاري.
په دوه یم ګام کې، دغه سندونه چې د غوښتنلیک اصل، د تابعیت د پریښودلو درې ډکې شوې فورمې، د تذکرې کاپي، د نه مسؤلیت فورم او د ګوتو د نښان دوه اصلي پاڼې په کې شاملې دي او د افغانستان له سیاسي نمایندګیو څخه د یوه لیک په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزارت ته او له هغه ځایه څخه عدليې وزارت ته لېږل کېږي.
د عدليې وزارت د دغو سندونو کاپي د احصايې او معلوماتو ملي ادارې، دماليې وزارت د عوایدو او ګمرکونو لوی ریاست او د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست ته، لېږي.
په دې هکله د ډاډ له ترلاسه کولو وروسته چې غوښتونکی جرمي دوسیه او مالي پوروړتیا نه لري او د افغانستان تابعیت لرونکی دی د هغه د تابعیت د پریښودلو دوسیه د تابعیت په پریښودلو او ترلاسه کولو پورې اړوندو چارو په کمېسیون کې تر بررسۍ لاندي نیول کېږي.
وروسته دغه دوسیه د چارو د ادارې لوی ریاست ته لېږل کېږي چې د کابینې په غونډو کې تصویب او رئیس الوزرا هغه منظوره کړي. د تابعیت د پریښودلو دوسیه د ریاست الوزرا د حکم له اخیستلو څخه وروسته د عدليې وزارت ته لېږل کېږي او د عدليې وزارت دغه حکم د یو لیک په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزارت ته لېږي او له هغه ځایه څخه په دوه یم هیواد کې د افغانستان سفارت یا سیاسي نمایندګۍ ته لېږل کېږي. په دې ترتیب د غوښتونکي د تابعیت د پریښودلو پروسه پای ته رسېږي.
د تابعیت د ترلاسه کولو بهیر:
د تابعیت د ترلاسه کولو په بهیر کې هم د تابعیت د ترلاسه کولو غوښتونکی په پیل کې، د افغانستان د تابعیت د ترلاسه کولو غوښتنلیک په دوه یم هیواد کې د افغانستان سفارت یا سیاسي نمایندګی او یا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته سپاري.
دغه غوښتنلیک د تابعیت د ترلاسه کولو دریو ډکو شویو فورمو د ګوتې ایښودلو د دوو اصلي فورمو، د نکاح یازوجیت د سند د کاپي ګانو، له افغان زوجینو څخه د یوه د تابعیت د تذکرې، د غوښتونکي د پاسپورټ او افغانستان ته هغه د ورودي د ویزو، افغانستان کې په پرله پسې ډول له پنځو کلونو څخه پورته د استوګنې سندونه، د غوښتونکي د متبوع هیواد د ښاري کارت او د نه جرمي مسؤلیت د سند په ګډون له اړتیا وړ سندونو سره، د بهرنیو چارو له وزارت څخه د عدليې وزارت ته لېږل کېږي.
د عدليې وزارت دغه سندونه د معلوماتو د ترلاسه کولو په غرض د احصايې او معلوماتو ملي ادارې او د ملي امنیت لوی ریاست ته لېږي او یا د یادو شویو بنسټونو د تاییدې له ترلاسه کولو وروسته دغه دوسیه د تابعیت په پریښودلو او ترلاسه کولو پورې د اړوندو چارو په کمېسیون کې بررسي کېږي.
د کمېسیون له بررسۍ څخه وروسته د تابعیت د ترلاسه کولو دوسیه د چارو د ادارې ریاست ته لېږل کېږي تر څو موضوع په کابینه کې تصویب شي او له هغه وروسته رئیس الوزرا د غوښتونکي د تابعیت د ترلاسه کولو فرمان صادر کړي.
د تابعیت د ترلاسه کولو په هکله د رئیس الوزرا د فرمان له صادریدو څخه وروسته، دغه فرمان د لازمو اجراآتو لپاره د عدليې وزارت، د بهرنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت لوی ریاست ته تکثیر کېږي او په دې ترتیب د تابعیت د ترلاسه کولو بهیر پای ته رسیږي.