د ا.ا.ا. دعدلیې وزارت د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌حیدر لنډ ژوند لیک

720محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په (۱۳۵۲) هـ.ل کال کې د هرات ولایت د ګلران ولسوالی په یوه دینداره کورنۍ کې زېږېدلی دی.

تحصیلي مخینه:

لومړنۍ زده کړې یې په ګلران ولسوالۍ کې ترسره کړي دي او هم یي بېلابېل فنون  په جلا دیني مدارسو کې زده کړي دي محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر وړه دوره او لویه دوره د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ په منزل کلي او په (۱۳۷۵) هـ.ل کال کې يې د الجهاد په دارالعلوم کې پای ته رسولي دي.

مقاله لیکنه:

شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر لومړۍ لیکنه په (۱۳۷۶) هـ.ل کال کې په علم القرائت کې کړې ده او دا لیکل شوی کتاب یې د (رحیق العطشان فی رواتی القرآن) په نوم دی چې د دغه کتاب تقریظ او کتنه د اکابرو علماء کرام لخوا شوې ده  او بله لیکنه یې په همدغه کال کې د علم التصوف په برخه کې د (لمحة الفکر فی حلقة الذکر) په نوم دی چې اوس غیر مطبوع ده.

د اطلاعاتو او کلتور په مشوره د تسنن او تشیع پر عمده اختلافي مسائلو يې په (۱۳۷۷ هـ.ل) کال کې کتاب لیکلی دی.

کاري تجربه:

شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په همدې کال کې د لویدیځ زون د ملکي او نظامي ادارو د کمېسیون د غړي په توګه د اسلامي امارت تر سقوط پورې دنده ترسره کړې ده.

  1. له (۱۳۸۱) هـ.ل کال څخه تر (۱۳۸۲) هـ.ل کال پورې د وړې دورې بېلابېل فنون تدریس کړي دي.
  2. له (۱۳۸۲) هـ.ل کال څخه تر ( ۱۳۸۶) هـ.ل کال پورې یې لویه دوره تدریس کړې او تر څنګ يې جهادي خدمتونو تر سره  کړي دي.
  3. له ( ۱۳۸۶) هـ.ل کال څخه تر ( ۱۳۹۱) هـ.ل کال پورې د جهادي خدمتونه ترڅنګ د ولسوالیو مسوولیتونه پر غاړه درلودل.
  4. له (۱۳۹۱) هـ.ل کال څخه  تر ( ۱۳۹۳) هـ.ل کال پورې د هرات ولایت د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.
  5. له (۱۳۹۴) هـ.ل کال څخه تر ( ۱۳۹۸) هـ.ل کال پورې د بادغیس ولایت د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.
  6. له (۱۳۹۹) هـ کال څخه د کابل تر فتحې پورې په قطر هېواد کې د سیاسي دفتر د غړي په توګه دنده ترسره کړې ده.
  7. له فتحې څخه ورسته د لویدیځ زون د ملي قطعې د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې ده.  
  8. اوسمهال د عدلیې وزارت د مسلکي معین په توګه خپله دنده تر سره کوي.