د خپرونو او عامه اړیکو د ریاست کاري بهیر

د خپرونو او عامه اړیکو ریاست د عدلیې وزارت د تشکیل برخه ده، د وزارت  د مطروحې موخو او پالیسیو په مطابقت کې د خپرونو د چارو اداره، رهبري او تنظیم په غاړه لري.

د خپرونو او عامه اړیکو ریاست عمده دندې:

  • د عدليې وزارت د مطروحې موخو او پالیسیو په مطابقت کې د خپرونو د چارو اداره، رهبري او تنظیم.
  • د عدليې وزارت د اساسي موخو او ستراتیژۍ په مطابقت کې د خپرونو او عامه اړیکو د ریاست د اوږمهاله کاري پلانونو ترتیب.
  • د قوانینو، دولتي اعلامیو، مصوبو، مقررو، اساسنامو، د وزیرانو د شورا د مصوبو چې تقنیني بڼه ولري، قراردادونو،  موافقه لیکونو، مقاولو، میثاقونو، کنوانسیونو، نورو سندونو او د هغو موضوعاتو چې د قانونو په موجب د خپرولو ایجاب ولري او ټولو رسمي او غیر رسمي ادارو او د هیواد د اوسیدونکو د خبرولو په منظور  دغه راز د افغانستان د جزا قانون پنځمې مادې په رعایت سره (د قانون له حکمونو څخه بې خبري عذر نه ګڼل کیږي) د محاکمو د سوداګریزو نښو او د سندونو د علامو د ثبت چاپ او خپرول.
  • په اکاډمیکو برخو کې د مینوالو او د عامه وګړو د ذهنونو روښانه کولو لپاره د عدليې وزارت پالیسۍ ته په کتلو سره د عدالت مجلې، د حقوقي پوهاوي خبرونو او نورو کتابونو چاپ او خپرول.
  • مرکزي او ولایتي ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو ته د ټولو تقنیني سندونه ویشل چې په رسمي جریبه کې خپریږي.
  • په ولایتونو کې د رسمي جریدې، د عدالت مجلې او نورو خپرونو پلورولو غرفو جوړول چې د عدليې وزارت یې د امتیاژ څښتن واوسي.
  • له ملي او نړیوالو مسایو څخه د خبرتیا په موخه د نورو ادارو او د نړیوالو مؤسساتو په ورځپاڼو، خبري بولتونو کې ګډون.
  • د اسلامي امارت لوړ پوړو مقاماتو لپاره د تاریخي، مذهبي او ملي ورځو په مناسبت د مبارکۍ کارتونو ترتیب، تنظیم او استول.
  • د کارونو پرمختګ او د تجربو ترلاسه کولو په منظور د خپرونو ارګانونو او له رسنیو سره اړیکي او همغږي.
  • د کارمندانو د کاري پلانونو د تطبیق او د اجراآتو له څرنګوالي څخه نظارت او د هغوی له کاري ستونزو او خنډونو څخه خبرتیا.

د خپرونو او عامه اړیکو د ریاست د ورځنیو اجراآتو لارښوود:

د خپرونو او عامه اړیکو ریاست د عدليې وزارت د خپرونو ارګان په عنوان د پوهاوي ورکولو او د نافذ شویو قوانینو خپرول په غاړه لري چې تر ټولو مهمې دندې یې په (اتو) برخو کې تشریح او توضیح شوي دي.

لومړی برخه: اداري                          

د یاد ریاست له مهمو شعبو څخه یو هم اداري مدیریت دی چې رارسیدل شویو او استول شویو ټولو سندونو د انسجام او ثبت دنده په غاړه لري او د دغه مدیریت له لوري اړوندو مراجعو ته استول کیږي.

اداري مدیریت

د اجراء ډول:

  • د یاد مدیریت له لوري د لیکونو ترتیب، د سندونو ثبت او د خپرونو او عامه اړیکو ریاست ته وړاندې کول.
  • د خپرونو او عامه اړیکو ریاست له ملاحظې څخه وروسته د یاد مدیریت له لوري اړونده برخې ته د سندونو استول.
  • د خپرونو او عامه اړیکو د ریاست له ملاحظې څخه وروسته د دغه مدیریت له لوري د یاد ریاست له شعبو څخه د ځوابیو ترلاسه کول او اړوندو مراجعو ته د هغو استول.

دوه یمه برخه: د رسمي جریدې او عدالت مجلې آمریت:

د اجراء ډول:

  • د خپرولو په منظور د لیکونو، وړاندیزونو، عریضو او خبرتیاوو ترلاسه کول او خپرونو او عامه اړیکو ریاست د رسمي جریدې او عدالت مجلې د آمریت له ملاحظې څخه وروسته د قوانینو، مقررو، میثاقونو، معاهدو، پروتوکولونو، اساس نامو او د اسلامي امارت د فرمانونو خپرول.
  • د رسمي جریدې او عدالت مجلې له لوري د ټولو تقنیني سندونو ( فرمانونه، قوانین، اساسنامې، بین المللي میثاقونه، پروتوکولونه، کنوانسیونونه، موافقه لیکونه، د سوداګرۍ علایمو د خبرتیاو، د عدالت مجلې د مضامینو حذف او زیاتول او د تقنیني سندونو بیا چاپ کول) مطالع او اړوندو برخو ته راجع کول.

دریمه برخه: رسمي جریده:

رسمي جریده د خپرونو او عامه اړیکو ریاست یوه مهمه او اساسي برخه ده او په ورته مهال د یو دولت او حکومت ژبه ده. دغه برخه تقنیني سندونه چې عبارت دي له فرمانونو، حکم، قوانین، مقررې او اساسنامې، ایزاد، لغو، تعدیلات، د سترې محکمې مصوبې، موافقه لیکونه، میثاقونه، قراردادونه، کنوانسیونونه، معاهدې، پروتوکولونه، او نړیوالې اساسنامې له توشیح څخه وروسته په رسمي جریدې کې خپروي.

د اجراء ډول:

  • له اړوندې مرجع څخه د رارسیدل شویو تقنیني سندونو د واردې قید.
  • اړوندې مرجع ته په رسمي جریدې کې له خپرولو څخه وروسته د تقنیني سوابقو اعاده.
  • د پروف خواني ترتیب او تنظیم، له مخې ویل او له اصلي پرنت سره د تقنیني سندونو د پرنت د تطبیق تصحیح.
  • د تقنیني سندونو ترتیب او تنظیم، پروف خواني، روخواني، تصحیح، تطبیق او د تقنیني سندونو د دري او پښتو متن املایي او انشايي غلطیو موندل او د اړوند ډیپارتنمت په همغږۍ لومړني پرنت سره د هغو د ژباړې اصلاح.
  • د څو پړاوونو له لارې اړوندې مرجع ته او لومړني پرنت سره د تېروتنو له اصلاح څخه وروسته د تقنیني سندونو تعقیب له پيل څخه د هغو تر وروستي کیدو پورې.
  • په رسمي جریدې کې د یو تقنیني سند په تړاو د قانون جوړونې له ریاست سره دوامداره همغږي.
  • د غوښتونکو مؤسسو او امارتي ادارو غوښتنو ته په کتلو سره د رسمي جریدې د دویم چاپ تجدید.
  • د رسمي جریدې د پشتي ترتیب او تنظیم له ټولو جزییاتو سره.
  • تقنیني سندونو سره سم اصلي پرنټ ته د سوداګریزو اعلاناتو ترتیب، تنظیم، تصحیح او د متن تطبیق د هغو تر وروستي کیدو پورې.
  • هر کال د رسمي جریدو د کلکسیون ترتیب او تنظیم او د کال د پای په پرله پسې ګنه کې په رسمي جریدو کې د تقنیني سندونو د بشپړ لړلیک خپرول.

څلورمه برخه: طباعتي او د اعلاناتو مدیریت.

د اجراء ډول:

  • د رسمي جریدې او عدالت مجلې د آمریت د عمومي پلان په مطابق د کاري پلان ترتیب او د کاري راپور وړاندې کول.
  • د طباعتي او اعلاناتو مدیریت له خوا د ټولو تقنیني سندونو (فرمانونو، قوانینو، مقرراتو، اساسنامو، د نړیوالو ، پروتوکولونو، کنوانسیونو، موافقه لیکونو، تعدیل، حذف، ایزاد، ضمایمو، د سوداګریزو علامو او د سندونو د ثبت اعلاناتو، په عدالت مجلې کې د خپرولو وړ مضامینو، د حقوقي پوهاوي نشریې او نورو نشریاتو او په رسمي جریدې کې د خپرو شویو تقنیني سندونو او  د قوانینو بیاځل چاپ) د ترسونو او د سافت (CD) ترلاسه کول.
  • په رسمي جریدې او عدالت مجلې د کلني ګډون غوښتونکو لپاره د تحصیلي (م۲۵) فورمې ترتیب ترتیب، په رسمي جریدې او عدالت جلې کې د یو ګډون د بیې درج چې هرکال د موظف هیئت له لوري تعیین او د وزارت د محترم مقام له خوا تاییدیږي.
  •  مطبعې ته د چاپ لپاره د استعلام په ذریعې د جریدو او مجلو او نورو نشریاتو د ترس او سافت کاپي (CD) وړاندې کول د طباعتي مدیریت له لوري خپرونو او عامه اړیکو ریاست د شعباتو اړوند د ټولو تقنیني او عادي سندونو کاپي کول.
  • له چاپ کونکې مطبعې سره لازمه همغږي او  په حضوري او غیرحضوري ډول د طباعتي مدیریت له لوري د نشریاتو د چاپ د بهیر تعقیب.
  • هره میاشت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرکزي او فکري مالکیتونو د ثبت لوی ریاست او د افغانستان د ۳۳ ولایتونو عدلیې ریاستونو ته استفادې او کتنګ او شرکتونو او انفرادي تشبثاتو ته د جواز ویشلو په موخه د سوداګریزو اعلاناتو د چاپ شوې رسمي جریدې استول.
  • د طباعتي او اعلاناتو مدیریت له لوري د اړوند معتمدینو په جمع کې د رارسیدل شوي بل له مخې د (م۷) فورمې، رسمي جریدو، عدالت مجلې، د حقوقي پوهاوي نشریې او نورو چاپ شویو نشریاتو د رسید راپور ترتیب.

پنځمه برخه: د عدالت مجلې عمومي مدیریت:

د اجراء ډول:  

  • د رسمي جریدې او عدالت مجلې د آمریت د عمومي پلان په مطابق د کاري پلان ترتیب او د کاري راپور وړاندې کول.
  • د عدالت مجلې مسول مدیر له لوري د شرعي او حقوقي مضامینو، مقالو، علمي مطالبو مطالعه او راټولول.
  • د عدالت مجلې د مسول مدیر له لوري د ترلاسه شویو مطالبو او مقالو ټاکل او لیکل او د نظر څرګندولو په موخه تحریر هیئت ته هغو ارجاع.
  • د چاپ په منظور د کامپیوټر کارانو له خوا د مطالبو ټایپول او د عدالت مجلې دیزاین.
  • د عدالت مجلې مسول مدیر له خوا د چاپ په موخه طباعتي او اعلاناتو مدیریت ته د عدالت مجلې د ترس او سافت کاپي (سي ډي) او د عدلیې وزارت په ویب پاڼې کې د خپرولو لپاره یې د سافت کاپي وړاندې کول.

شپږمه برخه: د رسمي جریدې او عدالت مجلې د خرڅلاو د ویش مدیریت:

د رسمي جریدې او عدالت مجلې د خرڅلاو د ویش مدیریت خپرونو او عامه اړیکو ریاست یوه مهمه او عایداتي څانګه ده چې دنده یې ټولو امارتي، مرکزي او ولایتي ادارو او افرادو او اشخاصو ته د قوانینو او خبر رسولو په موخه د رسمي جریدې، عدالت مجلې، سوداګریزو اعلاناتو، د قوانینو د مجموعې، د جزا کوډ قوانینو او د جزا کوډ شرح او نورو نشریاتو ویش او خرڅلاو په غاړه لري.

دغه مدیرت خپله دنده د خرڅلاو او ویش له لاري؛ نشریات د خلکو په لاسرسي کې ورکوي. دغه مدیریت د ویش او خرڅلاو برخې لري چې هر یو خپل مسولیت او مکلفیت د خرڅلاو او ویش مدیریت؛  د ویش او خرڅلاو مدیریت د خپرونو او عامه اړیکو ریاست د رسمي جریدې له آمریت سره په همغږۍ عامه خدمات وړاندې کوي.

د وړیا ویش برخه:

د وزارت د محترم مقام د حکمونو په اساس وړیا ویش.

په دغې برخه کې افراد، اشخاص او ادارې چې قوانینو ته اړتیا لري د رسمي وړاندیز او یا غوښتنلیک په اساس د مجموعه قوانینو، د جزا کوډ، د جزا کوډ د شرحې، د جریدو، د عدالت مجلې او نور نشریاتو غوښتونکي دي د محترم مقام د منظورۍ له اخیستلو څخه وروسته د هغوی غوښتنلیک او وړاندیز د خپرونو او عامه اړیکو ریاست ته رارسیږي او د خپرونو د محترم رئیس له لارښوونې څخه وروسته د راتلونکو اجراآتو په موخه د ویش او پلور مدیریت ته استول کیږي او غوښتنکي ته د نشریاتو لاسرسۍ څخه وروسته، د اخیستونکي تسلیمي په غوښتنلیک یا وړاندیز او یا د حوالې په فورمې کې اخیستل کیږي.

د وړیا ونډې د جدول په اساس وړیا ویش:

په دې برخې کې هر کال د خپرونو د محترم ریاست د وړاندیز او د وزارت د محترم مقام د حکمونو په اساس هیئت ترتیب او توظیف کیږي، د وړیا ونډې جدول د اړتیا په اساس او په مرکز کې د عدلیې وزارت د مرکزي ریاستونو، وزارتونو، خپلواکو ادارو، پوهنتونونو او په ولایتونو کې د ولایت د مقام، د امنیې قوماندانۍ، مستوفیت، د حقوقو او د امارت د قضایاو په شمول عدلیې ریاستونو او محکمو ته د ونډو د اړتیا په اساس د له قوانینو څخه د ادارو د پوهاوي موخه ونډې په پام کې نیول کیږي او دغه ونډې له چاپ څخه وروسته هره نشریه په وړیا ډول هغو ته استول کیږي او په لاسرسۍ کې ورکول کیږي.

د رسمي جریدو او عدالت مجلې د پلور څانګه:

  • غوښتونکی کس د قوانینو د پېرلو په موخه د ویش او پلور مدیت تحویلخانې ته مراجعه کوي او د بیې له ورکړې څخه وروسته، نشریات د هغوی په لاسرسۍ کې ورکول کیږي.
  • د نشریاتو له پلورلو څخه اخیستل شوې پیسې د تحصیلي (م ۲۵) حوالې له ترتیب او د محترم رئیس او یا د جریدې آمر له لاسلیک څخه وروسته د خپرونو ریاست د اداري مدیریت د صادرې په کتاب کې ثبت کیږي او محترم مدیریت ته استول کیږي، د سندونو له چک څخه وروسته محترم تحصیلي مدیریت ته استول کیږي او له هغه ځای څخه بانک (ښاري څانګه) ته د آویز فورمې استولو په ترڅ کې د نشریاتو د پلورلو پیسې بانک ته تحویلیږي او آویز یې تحصیلي مدیریت ته تسلیمیږي او د آویز کاپي له حوالې سره یوځای د ویش او پلور مدیریت ته استول کیږي چې پلورل شوي نشریات د رسمي جریدې د تحویلدار له جمعې څخه وضع کیږي.

نغدي مشترکینو لپاره د رسمي جریدو او د عدالت مجلې د ویش څانګه:

نغدي مشترکین هغه حکمي افراد او یا اشخاص دي چې د خپرونو او عامه اړیکو د ریاست محترم مقام ته د خپل وړاندیز په وړاندې کولو سره د غوښتونکي پروسه پیلیږي او د ریاست د پذیرش له حکم څخه وروسته غوښتونکي شخص ته د حق الاشتراک د پيسو د تحویلي حواله ترتیبیږي، د دولت د وارداتو حساب ته د حق الاشتراک پیسو له تحویلۍ او د پیسو د رسید آویز څخه ورسته، د ویش او پلور مدیریت د نغدي اشتراکاتو په دفتر کې ثبتیږي چې هر کله رسمي جریده او د عدالت مجله خپره شي غوښتونکی کولی شي خپله ونډه د تحویلخانې د ویش ټکټ (ف س ۵) حوالې فورمې له ترتیب څخه وروسته د ویش او پلور له مدیریت څخه ترلاسه کړي.

د رسمي جریدو او عدالت مجلې د ویش او پلور مدیریت د اداري کار برخه:

د ویش او پلور مدیریت د خپلور ورځنیو اداري چارو د پرمخ وړلو لپاره د صادرې او واردې یو ټوک کتاب، د رسیداتو یو ټوک کتاب او د حواله جاتو یو ټوک کتاب درلودونکی دی چې په هغو کې د رسمي جریدو او عدالت مجلې پلورول او نور نشریات د آجراآتو لاندې نیول کیږي.

اومه برخه د کتابتون مدیریت:

د عدلیي وزارت کتابتون د خپرونو او عامه اړیکو ریاست له لوري مدیریت کیږي د عدلیې وزارت د کتابتونو کارکوونکي هم د نورو کارمندانو په څېر مراجعه کونکو ته خدامت وړاندې کوي او د کتابدارۍ اصولو په رعایت سره خپلې دندې ترسره کوي.

د غړیتوب په صورت کې مراجعه کونکي کولی شي له کتابتون څخه کتابونه په امانت واخلي او یا هم د کتابتون د مطالعې په سالون کې مطالعه کړي.

پر دې سربېره د کتابتون مدیریت له فعالیتونو څخه یو هم، د کارمندانو او مراجعینو د مطالعې او پوهاوي لپاره په ورځپاڼو، اونیزو او آزادو نشریاتو کې کلنی ګډون دي.

هغه ورځپاڼې او اخبارونه چې کتابتون په کې اشتراک لري، په مرکزي ریاستونو کې ویشل کیږي.

د اجرا ډول:

  • د کتابتونو مدیریت ته د رارسیدل شویو لیکونو ثبت.
  • کتابتون ته د رارسیدل شویو نشریاتو له وصول څخه د خپرونو ارګانونو ته د اطمینانیې لیک استول.
  • په معینو ځاینو کې د سرلیکونو او د کتابتون له ستندردونو سره په مطابقت کې د کتابونو ترتیب او تنظیم.
  • د کتابتون مدیریت له لوري  د سرلیکونو، د موضوع لیکونکي او نورو مشخصاتو په اساس په کتابتون کې د موجودو ټولو کتابونو د لړلیک برابرول.
  • د کتابتون د مدیریت له لوري د کتابتون په ډیټابېس کې د کتابونو د مشخصاتو ثبت.
  • مراجعینو (د وزارت کارمندان) لپاره د کتابتون د غړیتوب کارت ترتیب او ویشل.
  • د غړیتوب کارت په رویت د کتابونو او مجلو ویشل او د راجستر په دفتر کې د کتابونو د ځانګړتیاو ثبت.
  • د کتابتون له سرچینو، تجهیزاتو او معلوماتي تکنالوزۍ څخه ساتنه او مراقبت.

اتمه برخه: د مطبوعاتو او عامه اړیکو آمریت:

د مطبوعاتو او عامه اړیکو آمریت د خپرونو او عامه اړیکو د ریاست یوه مهمه برخه ده چې خلکو لپاره د وزارت د کړنو د اطلاع رسانۍ دنده په غاړه لري. دغه آمریت یاده شوې دنده په ویب پاڼې او ټولنیزو پاڼو کې د انترنټي خپرونو، له رسنیو سره د مصاحبو، د خبرنامو استول او له رسنیو سره همغږي، د وزارت له کړنو څخه د راپور، انځور او فلم برابرول او خواله رسنیو کې د هغو خپرول او خلکو ته په مستقیم ډول د اطلاع رسانۍ له لارې ترسره کوي. دغه آمریت د مطبوعاتو او ویب پاڼې برخو درلودونکی دی او هر یو خپله دنده د همغږۍ له لارې ترسره کوي.

د مطبوعاتو د برخې کاري بهیر:

  • د عدلیې وزارت له کتنو، غونډو، کنفرانسونو او نورو رسمي مراسمو څخه خبر ترلاسه کول.
  • په دغو مراسمو کې له انځورګر او فلمبردار سره د ویاند او یا خبریال ګډون.
  • له غونډو او مراسمو څخه له انځور سره د راپور برابرول.
  • د اطلاع رسانۍ کارشناس او ژباړندوی په واسطه د راپور تصحیح او ژباړل.
  • د تاییدۍ اخیستلو لپاره د وزارت محترم مقام ته د راپور وړاندې کول.
  • د وزارت د محترم مقام له تاییدۍ څخه وروسته د ویب پاڼې مدیریت ته له اړوندو انځورونو سره یوځای د خبر استول.
  • په غه صورت کې چې موضوع مهمه واوسي، راپور د خبرنامې په فارمټ کې برابر او له اړوندو انځورونو سره یوځای ټولو داخلي او نړیوالو رسنیو ته استول کیږي.
  • د عدلیې وزارت اړوند مطالبو د خپرولو په برخه کې له رسنیو سره همغږي او په مطبوعاتي ناستو کې هغوی ته بلنه ورکول.
  • د مقام ویاند (د مطبوعاتو او عامه اړیکو آمر) په واسطه له رسنیو سره د هغو موضوعاتو په تړاو مصاحبه چې رسنۍ یې غوښتنکي دي.
  • د تلفن، وتس اپ او ایمیل له لاري د خلکو اړیکو ته ځواب او هغوی ته د اطلاعاتو وړاندې کول.
  • د وزارت له فعالیتونو او له عدلیې وزارت څخه د مراجعینو د رضایت د ویډیو برابرول او د خپرونو په موخه يې ویب پاڼې ته استول.

د ويب پاڼې برخه:

د عدليې وزارت د ویب پاڼې برخه لاندنې منځپانګو، مطالبو او مضامینو لري:

  • رسمي جریده (تقنیني سندونه او سوداګریز خبرتیاوې).
  • د عدالت مجله.
  • حقوقي پوهای.
  • اخبار.
  • راپورونه.
  • حقوقي مقالې.
  • پالیسۍ.
  • د وزارت کاري پلانونه.
  • د وزارت ستراتېژي.
  • رسمي جریده (تقنیني سندونه او سوداګریزې خبرتیاوې).
  • د عدالت مجله.
  • د مرکزي ریاستونو کړنلارې.
  • د داوطلبۍ خبرتیاوې.
  • د کار موندنې خبرتیاوې.
  • ربعوار او کلني راپور.
  • د هوکړه لیکونو لیست.
  • د پریکړه لیکونو لست.
  • د ټولنو لیست.
  • د خیریه بنسټونو لیست.
  • د اتحادیو لیست.
  • د عدلیې وزارت د کړنو انځورونو او نور سندونه.
  • د مرکزي ریاستونو حقوقي، اداري او رسمي سندونه.

په ویب پاڼه کې د سندونو د خپرولو بهیر:

  • د مطبوعاتو آمریت له لوري د عدلیې وزارت له کړنو څخه اخبارونه، راپورونه، انځورونه او ویډیوګانې برابریږي او وروسته د خپرونو لپاره ویب پاڼې مدیریت ته استول کیږي او د ویب پاڼې په دریو برخو کې خپریږي.
  • رسمي جریده، عدالت مجله او د حقوقي پوهاوی هم د اړوند ریاست له وروستي کیدلو څخه وروسته، یو فایل یې د چاپ لپاره مطبعې  ته استول کیږي او فایل یې د ویب پاڼې په دریو برخو کې خپریږي.
  • د مرکزي ریاستو د ادارې رسمي سندونه هم د رسمي لیک په واسطه د خپرونو او عامه اړیکو ریاست ته استول کیږي او د ویب پاڼې مدیریت یې چمتو او په ویب پاڼې کې خپروي.

فیسبوک، اکس او یوټیوب:

د عدلیې وزارت د فیسبوک، اکس او یوټیوب په منځپانګو کې لاندې مطالب او مضامین شامل دي:

  •  اخبار.
  •  راپورونه.
  •  انځورونه.
  • د عدلیې وزارت اړوند ویډیوګانې او نور موضوعات.

په فیسبوک، اکس او یوټیوب کې د سندونو د خپرولو بهیر:

  • د مطبوعاتو د آمریت له لوري اخبار راپورونه، انځورونه او ویډیوګانې چمتو او تاییدیږي او بیا د ویب پاڼې مدیریت ته استول کیږي دغه اداره یاد شوي موضوعات برابروي (ډیزاین) او د عدليې وزارت په فیسبوک، اکس او یوټیوب کې خپروي.