د داخلي پلټنې د ریاست کاري بهیر

د داخلي پلټنې ریاست د وزیرانو د عالي مجلس د ۱۳۸۳/۱۱/۱۲ نېټې د (۸) ګڼې د (۱۱) بند مطابق په ۱۳۸۴ کال د عدلیې وزارت په تشکیل کې رامنځته او د عالي پلټنې د ادارې قانون د افغانستان د اساسي قانون د (۵۰)، (۷۵) او (۹۸) موادو د حکم په رڼا کې د عامه شتمنۍ د ساتنې په منظور وضع شوی چې موخې یې د عالي تفتیش د ادارې د قانون د دویمې مادې مطابق په لاندې ډول دي.

۱-د دولتي ادارو د بودجې د عوایدو او لګښتونو تحقق.

۲-له تقنیني سندونو سره سم د دولتي ادارو او د نورو مراجعو د مالي او حسابي فعالیتونو مطابقت چې پیسې او عامه شتمنۍ په واک کې ولري  او یا له هغو څخه ګټه پورته کوي.

۳-د دولتي ادارو او د نورو مراجعو په حساب ورکونې کې روڼتیا چې پیسې او عامه شتمنۍ په واک کې ولري  او یا له هغو څخه ګټه پورته کوي.

۴-د کنترول او تفتیش له لارې له عامه شتمنیو څخه ساتنه.

۵-د نورو مراجعو د فعالیتونو له اغیزمنتوب، ګټورتوب او اقتصادي توب څخه ډاډ ترلاسه کول چې پیسې او عامه شتمنۍ په واک کې ولري  او یا له هغو څخه ګټه پورته کوي.

۶-د ناقانونه، نه اغیزمنو، نه ګټورو، نا اقتصادي فعالیتونو پېژندل او د هغو د نیمګړتیاو د اصلاح وړاندیز او د دې ترڅنګ د عدليې وزارت تر اثر لاندې ادارو کې له اداري فساد سره مبارزه او اړوند مقام ته د تحلیلي راپور وړاندې کول.

د وزارت د داخلي پلټنې ریاست د وزارت د محترم وزیر صاحب او معینانو تر مستقیم اثر لاندې د یو تشکیلاتي واحد په توګه فعالیت ترسره کوي.

د عدلیې وزارت د داخلي پلټنې ریاست د خپل فعالیت د پیل راهیسې توانیدلی دی چي د خپلو فعالیتونو د تنظیم په منظور اوږد مهاله او لنډ مهاله پلانونه تدوین کړي، او دغه راز د ا.ا.ا عالي تفتیش له ادارې سره په تفاهم کې، د هیواد په ولایتونو کې د وزارت تر اثر لاندې د ادارو د پلټنې پلان په خپل کاري استقامت ترتیب او د وزارت د محترم مقام د منظورۍ له اخیستلو څخه وروسته اجرا کړي. دغه ریاست په وزارت کې د یو کنترول او نظارت کونکي بنسټ په توګه د اجراآتو او لارښوونو، د غوره او اغیزمنو خدماتو وړاندې کولو په موخه فعالیت ترسره کوي، او په همدې موخه له اړوندو ادارو سره په چارو کې د آسانتیاو او پرمختګونو او د کاري ظرفیت لوړولو په منظور له اړوندو ادارو سره ګډې مرستې لري. 

دغه ریاست درې پلانونه (کلنی د ربعوار په ډول، فوق العاده، عیني او جاري کنترول) لري چې د وزارت تر اثر لاندې ادارو کې تطبیق کوي.

د داخلي پلټنې په ریاست کې درې آمریتونه (د متفتیشینو  د بورد آمریت، د نظارت او کنترول آمریت او د راپورونو د تحلیل او توحید آمریت) او اداري مدیریت شامل دي.

د داخلي پلټنې د ریاست د کار ډول:

۱-د پلټنې د پلانونو ترتیب او د عدلیې وزارت تر اثر لاندې ریاستونو له اجراآتو څخه پلټنه.

۲-په مرکز او ولایت کې د وزارت د محترم مقام د منظور شویو پلانونو په مطابق د پلټونکو توظیف او له ټولو اداري، جنسي او مسلکي حسابونو او مالي سندونو بازرسي.

۳-د تخصیصاتو او لګښتونو پلټل، د لګښتونو د سندونو او اړوندو بلونو غوښتل او ملاحظه.

۴-د عدلیې وزارت تر اثر لاندې ادارو د کاري پلان د تطبیق او د هغو اغیزمنتوب او ګټورتوب بیاکتنه، د اړوندو پلانونو د نه تحقق په صورت کې، د هغو د علت او موجبې بازرسي.

۵-د کنترول او بازرسي لاندې مرجع د غیر قانوني اعمالو بندولو په اړه د لارښوونو صادرول.

۶-د راتلونکو نیمګړتیاو او سرغړونو د لري کولو په منظور د کنترول او بازرسي لاندې مراجعو ته د چټکو او قانوني نظریاتو او وړاندیزونو وړاندې کول.

۷-د اثر لاندې مراجعو د مالي وجوهو او پانګو څخه د معقولې ګټې اخیستنې د څرنګوالي تشخیص.

۸-د ادارو په حسابي، جنسي او مسلکي برخو کې د تشخیص شویو نیمګړتیاو د لري کولو په موخه د لازمو تدابیر نیول.

۹-تر اثر لاندې ادارو د فعالیت په تړاو د وړاندې شویو اصلاحي نظریاتو او وړانديزونو د څرنګوالي تعقیب.

۱۰-د سندونو د پلټنې او بازرسي تر څنګ سملاسي، جاري او قسمي کنترول.

۱۱-واکمن محترم مقام ته د تحلیلي راپورونو وړاندې کول.

۱۲-د سالمې ادارې رامنځته کولو په منظور د وزارت تر اثر لاندې په مرکز او ولایتونو کې د کارمندانو د کاري اجراآتو نظارت، مراقبت او کنترول.

۱۳-د روڼ او اغیزمنو کاري غونډو جوړول او د اداري فساد مخنیوی.

د داخلي پلټنې ریاست د اداري مدیرت د اجراآتو پروسه:

۱-په ربع وار ډول د کلني پلان په مطابق د پلټنکو او د نظارت او کنترول آمریت د غړو د توظیف په موخه د وړاندیزونو ترتیب، عیني او جاري کنترول او د وزارت د محترم مقام د منظورۍ اخیستلو په موخه د فوق العاده حکمونو تطبیق.

۲-د اثر لاندې ادارو د بازرسي په منظور د ولایت د محترم مقام په سرلیک له منظورۍ اخیستلو څخه وروسته تر اثر لاندې ادارو (مرکزي او ولایتي) ته د مفتشینو او د نظارت او کنترول آمریت د غړو توظیف د لیکونو ترتیب او د دفتر د مقام، د حاضرۍ په تړاو د اجراتو په موخه بشري سرچینو، د کرايې او سفریې د اجرا په اړه مالي او اداري ریاستونو د عالي تفتیش محترم ادارې ته یې د کاپي استول.

۳-د بازرسي شویو ادارو د بازرسي شویو استعلامونو او پاڼو او د هغه له راپور سره یوځای له دقیق شمېرلو څخه وروسته د راپورونو د تحلیل او توحید له آمریت څخه د بازرسي شویو دوسیو تسلیمیدل.

۴-د وزارت د محترم مقام له اجازې څخه وروسته مرکزي ریاستونو او په ولایتونو کې تر اثر لاندې ادارو کې د تشو او نیمګړتیاو د لري کولو په موخه د بازرسي او تحلیل راپور له پایلې څخه د لیکونو ترتیب.

۵-په هغو لیکونو کې چې د اثر لاندې ادراو د بازرسي په پایله کې رارسیږي د موظف هیئت د نظریاتو اخیستل.

۶-د ځوابیې په لیکونو کې د مفتشینو د نه قناعت په صورت کې، د موظف هیئت د نظریه مطابق او د راپورونو د تحلیل او توحید آمریت په تایید د موضوع تعقیب.

۷-د نورو اداري چارو اجرا لکه د متفرقه وړاندیزونو، استعلامونو، حوالو، متحدالمالونو، د وارده او صادره لیکونو ثبت او د غونډو د صورت او د محترمو وزیرانو د شورا د نورو حکمونو او مصوبو ترتیب.

۸-ولایتونو او مرکزي ریاستو ته د مفتشینو د توظیف د ثبت اندارج کتاب ترتیب.

۹-په ډیټابیس کې د بازرسي (باقیاتو، نغدي او جنسي د تحصیل وړ پیسو) د پایلې ثبت.

د مفتشینو بورد د آمریت د کاري اجراآتو پروسه:

۱-د عدليې وزارت تر اثر لاندې (مرکزي او ولایتي) ریاستونو ته د منظور شوي پلان او د فوق العاده حکمونو او د عیني او جاري کنترول مطابق د متفشینو تعیین او توظیف.

۲-له اداري مدیریت څخه اړوندې ادارې ته د مراجعې په موخه د تېر کال د منظور شویو وړاندیزونو او د توظیفي لیکونو او راپورونو، مهر شوي استعلامونه له سریال شمېرې او لیکونو سره یوځای چې د بیاځل بازرسۍ ایجاب کوي.

۳-په ټاکل شوي وخت د بازرسۍ پروسې بشپړول او د راپورونو د تحیلیل او توحید آمریت ته د بازرسي شویو سندونو تسلیمي.

۴-د د ریاست د مقام له ملاحظې څخه وروسته د اړوند ریاستونو(مرکزي او ولایتي)  د بازرسۍ د پایلې ځوابیه لیک اخیستل.

۵-په هغه صورت کې چې ځواب د قناعت وړ وي د تایید لیک او له هغې څخه پرته په دې تړاو د مشخص نظر وړاندې کول.

د نظارت او کنترول آمریت د کاري اجراآتو پروسه:

۱-د عدلیې وزارت د اثر لاندې ادارو او کارمندانو نظارت او کنترول لپاره د پلان او د محترم واکمن مقام د لارښوونې مطابق د آمریت د غړو توظیف.

۲-په مرکز او ولایتونو کې د مفتشینو د فعالیتونو او د هغوی د کاري بهیر نظارت او کنترول.

۳-د اداري فساد د تشخیص، کموالي او مخنیوي په منظور د عدلیې وزارت د مفتشینو او ټولو ریاستونو له اجراآتو څخه نظارت او کنترول.

۴-د تفتیش ریاست مقام ته له اجراآتو څخه د نظارت او کنترول راپور وړاندې کول.

۵-په مرکز او ولایتونو کې د مفتشینو د فعالیتونو او د هغوی د کاري بهیر نظارت او کنترول او د ذیصلاح آمرینو د لارښوونې په اساس د نورو دندو اجراآت.

۶-په وخت د احتمالي خطراتو پیښېدلو په وختونو کې د واکمنو مقاماتو د لارښوونې مطابق نظارت.

د راپورونو د تحلیل او توحید آمریت د اجراآتو پروسه:

۱-د تحلیل او توحید په موخه د بازرسي شویو ادارو د قلمي دوسیو او نورو سندونو اخیستل.

۲-د استعلامونو له مخې د بازرسي شویو راپورونو تحیل او بیاکتنه.

۳-د توظیف شویو مفتشینو رارسیدل شويو راپورونو په تړاو د نظر څرګندول، مشورو وړاندې کول، تحیل او تصحیح.

۴-د نظر څرګندولو او د ریاست له تائید څخه وروسته د تحلیلي راپورونو ترتیب او تنظیم.

۵-د ریاست د مقام له تایید څخه وروسته له تحلیلي راپور سره یوځای ټولې دوسيې اداري مدیریت ته ارجاع کول.