په بلخ کې د هاشمیه ښارګوټي په نوم ۶۰۰ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي پرېکړې په اساس امارتي ثابته شوه
د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې په بلخ ولایت کې د «هاشمیه ښارګوټي» په نوم د ۶۰۰ جریبه ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې یاده شوې ټوله ځمکه امارتي ده.
دا ښارګوټی د بلخ ولایت د مرکز، مزارشریف ښار د اتمې ناحیې په سیمه کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د یاد ښارګوټي موضوع بررسي کړې وه او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې دوسیه په رسمي توګه د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.
یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته پرېکړه وکړه، د دغه ښارګوټي ټوله ځمکه چې ۶۰۰ جریبه کېږي امارتي ملکیت دی او متصرفین مکلف دي چې یاده ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.
د هېواد په کچه د امارتي غصب شویو ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي هیئتونه یې او اړوندې اختصاصي محکمې د اسنادو، مدارکو او د امارتي ادارو اړوندو معلوماتو له دقیقې بررسۍ څخه وروسته، د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله پرېکړې کوي.