په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې او موټورپلورنځیو ۳ دفترونه وتړل شول
د ننګرهار ولایت عدلیې ریاست د معاملاتو لارښوونې او د موټرپلورنځیو له فعالیت څخه د نظارت او د یاد ولایت په کچه د مراجعینو شکایتونو ته د رسیدګۍ په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو درې دفترونه وتړل.
دا نظارت د ربیع الآخر د میاشتې په ۱۰مه نېټه په جلالاباد ښار او خوږیاڼۍ ولسوالۍ کې ترسره شو او په ترڅ کې یې یو موټرپلورنځی په خوږیاڼۍ ولسوالۍ کې او د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د جلالاباد ښار په لومړۍ او اوومه ناحیو د سرغړونو او غیرقانوني فعالیت له امله وتړل شول.
د ننګرهار عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنیوی وشي.
