په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو
د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، په تېره یوه اونۍ کې د هرات ښار اړوند په لومړۍ ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، رسمي سټې، د معاملاتو څرنګوالی او یو شمېر نور اسناد بررسي شول چې په پایله کې یې د ځینو دفترونو په چارو کې ستونزې او نیمګړتیاوې مشخصې شوې او د حل په موخه یې اړوندو متصدیانو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
د عدلیې وزارت په مرکز او عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.
