د عدلیې وزارت مسلکي معین د میدان وردګ ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۳
.

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په ورځ میدان وردګ ولایت ته سفر وکړ.

د عدلیې وزارت مسلکي معین او ورسره پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د میدان وردګ ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست د فعالیتونو او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې بررسي کړ.

محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د میدان وردګ د عدلیې ریاست له مسؤولینو او کارکوونکو سره په کتنه کې وویل، مسؤولیت هغه ستر امانت دی چې باید اهل ته یې وسپارل شي. نوموړي ټینګار وکړ چې دنده او خلکو ته خدمت یوازې د مادیاتو او معاش ترلاسه کول نه دي؛ بلکې داسې امانت دی چې که په اخلاص، صداقت او سم نیت سره ترسره شي، عبادت ګڼل کېږي.

نوموړي څرګنده کړه چې اوس‌ دا امانت موږ او تاسو ته سپارل شوی، زموږ تر ټولو مهم مسؤولیت هغو خلکو ته خدمت کول دي چې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره یې هر ډول قرباني ورکړې ده. نوموړي د امراوو (مشرانو) اطاعت، اسلامي نظام ته د وفادارۍ او په کاري چارو کې د مسؤولیت احساس کولو اهمیت ته هم اشاره وکړه.

همداراز د عدلیې وزارت مسلکي معین د یادې کتنې پر مهال د میدان وردګ د عدلیې ریاست د مسؤولینو کاري ستونزې واورېدې او د ستونزو د هوارولو او د کاري نیمګړتیاوو د لرې کولو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

په دې کتنه کې د عدلیې ریاست رئیس او نورو مسؤولینو هم ډاډ ورکړ چې کاري ستونزې به حل او نیمګړتیاوې به هوارې کړي او خلکو ته د خدمت کولو په لاره کې به له‌پخوا څخه لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

ټاکل شوې ده د عدلیې وزارت پلاوی د یاد وزارت د مسلکي معین په مشرۍ د هېواد ټولو ولایتونو ته سفر وکړي او د ولایتونو د عدلیې ریاستونو فعالیتونه او خلکو ته د د دغو ریاستونو د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی له نږدې بررسي کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۸
Background image

د عدلیې وزارت د وسایطو د تخنیکي ورکشاپ او د تېلو د ټانک د جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

 د عدلیې وزارت د وسایطو د یوه تخنیکي ورکشاپ او د تېلو د یوه ټانک د جوړولو پروژه د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د مسلکي معین، مرکزي رئیسانو او نورو مسئولینو په حضور. . .

BACK TO NEWS