د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
.

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو موضوعات بررسي کړل.

په دې ناسته کې چې د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه د کرنې او اوبو لګولو وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري، د کور او ښار جوړلو وزیر محترم مولوي نجیب الله حقاني، د چارو ادارې د عمومي ریاست مرستیال محترم مولوي محمد حسن شاه آغا، د کرنې وزارت د اراضۍ رئيس محترم مولوي محمود مظلوم، د سترې محکمې استازي محترم مولوي محمد حماد، د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د کمېسیون سکرتر محترم مولوي احسان الله وثیق او نورو مسؤولینو ګډون درلود.

په دې ناسته کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ په ننګرهار کې د غازي امان الله خان ښارګوټي، په بلخ کې د غضنفر ښارګوټي، په غزني کې د څه باندې ۳۵۰۰ جریبه ځمکې، په زابل کې د کابو ۱۷۰۰ جریبه ځمکې، په پکتیکا کې د نږدې ۱۹ زره جریبه ځمکې او په هرات، پنجشېر، بغلان او نیمروز ولایتونو کې د سلګونو جریبه نورو ځمکو د دوسیو په اړه بحث وکړ او په اړه یې لازمې پرېکړې وکړې.

په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې ځینې موضوعات اړوندو ادارو ته، ځینې د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته او ځینې نور د کمېسیون ولایتي تخنیکي هیئتونو ته راجع شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

په هلمند ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د هلمند ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د صفرالمظفر د مياشتې په ۲۸مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، لښکرګاه ښار کې له ۹ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۴۳
Background image

په پروان ولايت کې ۲۱ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست مؤظف پلاوي، د صفر المظفر د مياشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د ياد ولایت په مرکز، چاریکار ښار کې له ۲۱ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۳۰
Background image

په کابل ښار کې له ۲۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د محرم د میاشتې په ۲۹مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ۲۰ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

BACK TO NEWS