په هلمند ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
.

 د هلمند ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د صفرالمظفر د مياشتې په ۱ نېټه د پنجشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، لښکرګاه ښار کې له ۹ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو اسناد بررسي شول او پلاوي د چارو د ښه پرمخ وړلو او له موکلینو او مراجعینو سره د ښه اخلاقو او چلند په برخه کې، د دارالوکالو مسؤولینو ته لازمې توصیې وړاندې کړې.

همداراز نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د مدافع وکیلانو کاري ستونزې واورېدې او د لرې کولو په برخه کې یې هغوی ته د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د هلمند ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي او خلکو ته آسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲

BACK TO NEWS