په پکتیا ولایت کې د ۸ دارالوکالو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو
د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سېشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، ګردېز ښار کې له ۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د یادو دارالوکالو د فعاليت جوازونو مطابق د دفترونو موقعیت، د ثبت کتابونه، لوحې او نور مهم اسناد بررسي کړل.
د یاد نظارت په ترڅ کې، د دارالوکاله یو شمېر نيمګړتياوې مشخصې شوې او د هغو متصديانو ته د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصې وشوې.
د پکتیا ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.
