د دفاع وکالت د ورودي ازموینې لپاره د نوم‌لیکنې د مودې د تمدید په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د جواز ټولو متقاضیانو ته خبر ورکوي چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو او د لویو لارو د بندېدو له امله، د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینې لپاره د نوم‌لیکنې موده د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د ذوالقعدې میاشتې تر درېیمې نېټې پورې چې د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال د ثور (غوي) میاشتې له ۱ نېټې سره سمون لري، تمدید شوې ده.

محترم متقاضیان کولای شي په دې موده کې عدلیې وزارت ته مراجعه وکړي او یادې ازموینې لپاره نوم‌لیکنه وکړي. د ازموینې د شرایطو او منابعو په هکله د لا زیاتو معلوماتو لپاره مخکینۍ خبرتیا ته مراجعه وکړئ.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د شپږمې دورې د پایلو اعلام

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د ثور (غويي) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د ۶۹۸ تنو په شرایطو برابرو متقاضیانو په ګډون . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۰
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو د انتقال په اړه د یاد وزارت خبرتیا

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل د امارت د قضایاوو ریاست ټولو مراجعینو ته خبر ورکول کېږي، چې د حقوقي مرستو ریاست د دارالامان په سیمه کې د عدلیې وزارت له مرکزي ساختمان څخه د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د اخیستو په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

 د دفاع وکالت هغو غوښتونکو ته چې مخکې له دې یې د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې تېرولو لپاره نوم لیکنه کړې او نومونه یې په وروستي فهرست کې شامل دي خبر ورکول کېږي چې د دفاع . . .

Back to announcements