د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۴۸
.

Publish Date

Closing Date

 د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د عدلیې وزارت د مالي او اداري چارو د خدماتو آمریت اړوند (د کلوپ مدیر) د پنځمې رتبې یو بست د ۱۴۰۵/۱/۱۵ نېټې څخه د ۱۴۰۵/۱/۲۵ هـ.ش نېټې پورې چې د ۱۴۴۷/۱۰/۱۷ نېټې څخه د ۱۴۴۷/۱۰/۲۷ هـ.ق نېټې سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې عنوان: د کلوپ مدیر

بست: (۵)

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړونده څانګه : مالي او اداري ریاست

دپست موقعیت: کابل

د پست شمېر: ۱

راپور وړاندې کول: د خدماتو آمر

د دندې موخه:

د اصولو، طرزالعملونو، لایحو، پالیسۍ او نافذه تقنیني سندونو مطابق د وزارت کارکوونکو ته په خپل وخت د خواړو د پخلي او وېش په موخه د طعام‌ خانې د چارو د تنظیم مدیریت او نظارت.

اساسي دندې

  • د فصلونو په پام کې نیولو سره د تنوع رامنځته کولو او د تکراري خوړو د پخېدو د مخنیوي لپاره د غذایي موادو د لست (مینو) چمتو کول؛
  • آشپز سره په همغږۍ کې د خوړو د پخولو او تیارولو لپاره د لومړنیو موادو د ډول او مقدار اټکل او په خپل وخت د هغو د برابرولو او تدارک تعقیبول؛
  • کارکوونکو لپاره د لازم مقدار او باکیفیته خوړو د تیارولو او پخولو کنټرول او نظارت؛
  • کارکوونکو لپاره په ټاکل شوی وخت د خوړو د وېش د بهیر مدیریت او نظارت؛
  • په ښه توګه د اجناسو او وسایلو د ساتنې په موخه د آشپز خانې او طعام‌ خانې دوامداره وارسي او نظارت؛
  • د اوبو، برېښنا، ګاز او د آشپز خانې د نورو ضروري چارو تنظیم؛
  • آشپز خانې ته د غیر مسؤولو اشخاصو د داخلېدو مخنیوی؛
  • د حفظ الصحې د رعایت او کارکوونکو لپاره د سالم او صحي چاپيریال د رامنځته کولو په موخه د آشپز خانې او طعام ‌خانې له پاکوالي او صفایي څخه ډاډ ترلاسه کول؛
  • د اړوندې برخې د وړاندیزونو، مکتوبونو، استعلامونو او نورو سندونو ترتیب او لیکل؛

مدیریتي دندې

  • د ادارې ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو لپاره د عمومي پلان په مطابقت کې د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان چمتو کول او ترتیبول؛
  • تر اثر لاندې کارکوونکو ته د مسلکي مهارتونو لېږدول؛
  • د روزنیزو اړتیاوو د ټاکلو، د هغوی د پوهې، مهارت، چلند او کاري ظرفیت لوړولو لپاره د تر اثر لاندې کارکوونکو د اجراآتو مدیریت، نظارت او ارزونه؛
  • د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتنی، ربعوار او کلنی او د اړتیا پر مهال راپور وړاندې کول؛
  • د وظیفې اړوند نورې دندې ترسره کول چې د ادارې د اصولو، پالیسۍ او موخو مطابق ورته سپارل کېږي؛

د همغږۍ دندې

ورسپارل شویو چارو پرمخ وړلو په موخه له نورو اړوندو شعباتو سره همغږي او د اړیکو تأمین.

د استخدام شرایط

د افغانستان تابعیت ولري. عمر یې له (۱۸) کلنو کم او له (۶۴) کلنو څخه زیات ونه‌ اوسي.

تحصیلي سویه

لږ تر لږه د لیسانس یا د هغه معادل له کورنیو یا بهرنیو دیني مدرسو څخه سند لرل چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا تائید شوی وي، لوړې تحصیلي درجې ته ارجحیت ورکول کېږي.

کاري تجربه

۱. هغو متقاضیانو ته چې د خوراکي توکو د پېر او چمتو کولو او د سرګار سونۍ په برخه کې یو کال کاري تجربه ولري ارجحیت ورکول کېږي.

مهارتهای لازم

په یوې ملي ژبې (پښتو یا دري) تسلط. د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارتونه.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره، تحصیلي او د کاري تجربې سندونو) سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies