د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په یادو پوستو کې یې د اسلامي امارت له مېشتو سرحدي ځواکونو سره وکتل او د کوچني اختر مبارکي یې ورکړه.

د عدلیې وزیر د سرحدي ځواکونو د لیدنې پر مهال هغوی ته د کوچني اختر د مبارکي ویلو او د هېواد د ساتنې په برخه کې د هغوی د هلو ځلو د ستاینې ترڅنګ وویل چې د الله تعالی د دین د ساتنې لپاره په سنګر کې یوه شپه تېرول له هر ډول دنیوي متاع څخه ډېر ارزښت لري.

نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان پوځي رژیم د وروستیو بریدونو پر وړاندې د اسلامي امارت د مجاهدینو لوړ مورال او روحیه او د نظام او خلکو د دفاع په موخه پر دې رژیم متقابل بریدونه، د ستاینه وړ دي. هغه مجاهدینو ته وویل چې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر خاوره او فضاء برید هېڅ ډول  شرعي او اخلاقي جواز نه لري او د هغوی علماوو هم دا منلې ده.

د یادې کتنې په پای کې، د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د امنیت د ټینګښت او اسلامي نظام د ساتنې په برخه کې د سرحدي ځواکونو د شپنیو او ورځنیو هڅو ستاینه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS