د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په یادو پوستو کې یې د اسلامي امارت له مېشتو سرحدي ځواکونو سره وکتل او د کوچني اختر مبارکي یې ورکړه.
د عدلیې وزیر د سرحدي ځواکونو د لیدنې پر مهال هغوی ته د کوچني اختر د مبارکي ویلو او د هېواد د ساتنې په برخه کې د هغوی د هلو ځلو د ستاینې ترڅنګ وویل چې د الله تعالی د دین د ساتنې لپاره په سنګر کې یوه شپه تېرول له هر ډول دنیوي متاع څخه ډېر ارزښت لري.
نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان پوځي رژیم د وروستیو بریدونو پر وړاندې د اسلامي امارت د مجاهدینو لوړ مورال او روحیه او د نظام او خلکو د دفاع په موخه پر دې رژیم متقابل بریدونه، د ستاینه وړ دي. هغه مجاهدینو ته وویل چې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر خاوره او فضاء برید هېڅ ډول شرعي او اخلاقي جواز نه لري او د هغوی علماوو هم دا منلې ده.
د یادې کتنې په پای کې، د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د امنیت د ټینګښت او اسلامي نظام د ساتنې په برخه کې د سرحدي ځواکونو د شپنیو او ورځنیو هڅو ستاینه وکړه.
