د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
.

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤولینو په ګډون د یو لړ مراسمو  په ترڅ کې د اړوندو ریاستونو کارکوونکو ته وروپېژندل شول.

په دې مراسمو کې چې د رجب المرجب د میاشتې په ۲۴مه نېټه د چهارشنبې په ورځ ترسره شول، د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د نویو رئیسانو پر اخلاص، صداقت او مسؤولیت‌منلو ټینګار وکړ او هغوی ته یې توصیه وکړه چې خپل کاري چارې د مشورې او همغږۍ له لارې پرمخ یوسي.

د عدلیې وزارت نورو مسؤولینو هم په یادو مراسمو کې د دغه وزارت د څلورو مرکزي ریاستونو نویو رئیسانو ته د هغوی د نویو مسؤولیتونو د مبارکي ویلو ترڅنګ، هغوی ته د بریالیتوب هیله وکړه.

د ریاست الوزراء د عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ د بهرنیو اړیکو پخوانی رئيس، محترم مفتي ضیاالحق ثاقب د حقوقي مرستو د رئیس په حیث، د حقوقي مرستو پخوانی رئیس، محترم مولوي جان محمد طلحه د مدافع وکیلانو د رئیس په حیث، د مدافع وکیلانو پخوانی رئیس، محترم مولوي عبدالرحیم احسان د بهرنیو اړیکو د رئیس په حیث او د اجناسو د محاسبې پخوانی آمر، محترم مولوي محمد حامد هارون د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د رئیس په حیث تعیین شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS