د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

barekzai_admin
Wed, Jan 14 2026 2:15 PM
.

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤولینو په ګډون د یو لړ مراسمو  په ترڅ کې د اړوندو ریاستونو کارکوونکو ته وروپېژندل شول.

په دې مراسمو کې چې د رجب المرجب د میاشتې په ۲۴مه نېټه د چهارشنبې په ورځ ترسره شول، د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د نویو رئیسانو پر اخلاص، صداقت او مسؤولیتمنلو ټینګار وکړ او هغوی ته یې توصیه وکړه چې خپل کاري چارې د مشورې او همغږۍ له لارې پرمخ یوسي.

د عدلیې وزارت نورو مسؤولینو هم په یادو مراسمو کې د دغه وزارت د څلورو مرکزي ریاستونو نویو رئیسانو ته د هغوی د نویو مسؤولیتونو د مبارکي ویلو ترڅنګ، هغوی ته د بریالیتوب هیله وکړه.

د ریاست الوزراء د عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ د بهرنیو اړیکو پخوانی رئيس، محترم مفتي ضیاالحق ثاقب د حقوقي مرستو د رئیس په حیث، د حقوقي مرستو پخوانی رئیس، محترم مولوي جان محمد طلحه د مدافع وکیلانو د رئیس په حیث، د مدافع وکیلانو پخوانی رئیس، محترم مولوي عبدالرحیم احسان د بهرنیو اړیکو د رئیس په حیث او د اجناسو د محاسبې پخوانی آمر، محترم مولوي محمد حامد هارون د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د رئیس په حیث تعیین شوي دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS