د عدليې وزیر د کابل له والي، ولسوالانو او امنیتي مسؤولینو سره په یوې ناسته کې د ځمکو له غاصبینو سره پر جدي مبارزې ټینګار وکړ
د عدليې وزیر او د ځمکو له غصب څخه د مخنیو او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د کابل له والي، ولسوالانو او د ولسوالیو له امنیې قوماندانانو او د کابل ښار امنیتي حوزو له مسؤولینو سره په یوې ناسته کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي په چارو کې د کمېسیون پر جدیت ټینګار وکړ.
دا ناسته د رجب المرجب د میاشتې په ۲۳مه نېټه د کابل ولایت د مقام په مقر کې ترسره شوه او د کابل والي، محترم ملا امین الله عبید، امنیه قوماندان، محترم ملا ولي جان حمزه، د استخباراتو رئیس، محترم ابوخالد، د کابل د ۱۴ ولسوالیو ولسوالانو او امنیې قوماندانانو او د کابل ښار د امنیتي حوزو مسؤولینو پهکې ګډون درلود.
په دې ناسته کې د اسلامي امارت د عدلیې وزیر او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رئیس د امارتي ځمکو د پېژندلو او استرداد لپاره د امارتي ادارو ترمنځ همکارۍ او همغږۍ مهمې وبللې او ویې ویل چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له غاصبینو او غیر شرعي متصرفینو څخه د امارتي ځمکو د استرداد په برخه کې قاطع او جدي اقدامات ترسره کړي دي.
هغه ټینګار وکړ چې دا بهیر په ټول افغانستان کې په پوره جديت او روڼتیا او د قانون په چوکاټ او د اسلامي شریعت په رڼا کې روان دی ترڅو د بیتالمال ساتنه وشي او د خلکو حقوق تأمین شي.
له بلې خوا په دې ناسته کې د کابل ولایت والي هم د کابل ولایت په کچه د ځمکو له غصب څخه د مخینوي کمېسیون لخوا د زرګونو جریبو ځمکو د استرداد قدرداني وکړ ه او ډاډ یې ورکړ چې د ولایت مقام او نورې ادارې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو او حکمونو په پوره اطاعت له کمېسیون سره په دې برخه کې هر اړخیزه همغږي او همکاري کوي.
په یاده ناسته کې د کابل ښار او ولسوالیو ولسوالانو او امنیتي مسؤولینو هم ډاډ ورکړ چې له کمېسیون او اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې، د غاصبینو او زورواکو پر وړاندې جدي او عملي اقدامات ترسره کوي.
