د عدليې وزیر د کابل له والي، ولسوالانو او امنیتي مسؤولینو سره په یوې ناسته کې د ځمکو له غاصبینو سره پر جدي مبارزې ټینګار وکړ

barekzai_admin
Wed, Jan 14 2026 11:37 AM
.

 د عدليې وزیر او د ځمکو له غصب څخه د مخنیو او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون رئیس، محترم شیخ‌ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د کابل له والي، ولسوالانو او د ولسوالیو له امنیې قوماندانانو او د  کابل ښار امنیتي حوزو له مسؤولینو سره په یوې ناسته کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي په چارو کې د کمېسیون پر جدیت ټینګار وکړ.

دا ناسته د رجب المرجب د میاشتې په ۲۳مه نېټه د کابل ولایت د مقام په مقر کې ترسره شوه او د کابل والي، محترم ملا امین الله عبید، امنیه قوماندان، محترم ملا ولي جان حمزه، د استخباراتو رئیس، محترم ابوخالد، د کابل د ۱۴ ولسوالیو ولسوالانو او امنیې قوماندانانو او د کابل ښار د امنیتي حوزو مسؤولینو په‌کې ګډون درلود.

په دې ناسته کې د اسلامي امارت د عدلیې وزیر  او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رئیس د امارتي ځمکو د پېژندلو او استرداد لپاره د امارتي ادارو ترمنځ همکارۍ او همغږۍ مهمې وبللې او ویې ویل چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له غاصبینو او غیر شرعي متصرفینو څخه د امارتي ځمکو د استرداد په برخه کې قاطع او جدي اقدامات ترسره کړي دي.

هغه ټینګار وکړ چې دا بهیر په ټول افغانستان کې په پوره جديت او روڼتیا او د قانون په چوکاټ او د اسلامي شریعت په رڼا کې روان دی ترڅو د بیت‌المال ساتنه وشي او د خلکو حقوق تأمین شي.

له بلې خوا په دې ناسته کې د کابل ولایت والي هم د کابل ولایت په کچه د ځمکو له غصب څخه د مخینوي کمېسیون لخوا د زرګونو جریبو ځمکو د استرداد  قدرداني وکړ ه او ډاډ یې ورکړ چې د ولایت مقام او نورې ادارې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو او حکمونو په پوره اطاعت له کمېسیون سره په دې برخه کې هر اړخیزه همغږي او همکاري کوي.

په یاده ناسته کې د کابل ښار او ولسوالیو ولسوالانو او امنیتي مسؤولینو هم ډاډ ورکړ چې له کمېسیون او اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې، د غاصبینو او زورواکو پر وړاندې جدي او عملي اقدامات ترسره کوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS