د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د بغلان ولایت د والي ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۳۷
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۹مه نېټه د شنبې په ورځ د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني او د استيناف محکمې رئیس مولوي شمس الدين عزیزي سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې چې د بغلان ولایت په مقام کې ترسره شوه، د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د وړيا حقوقي مرستو او مشورو د وړاندې کولو څرنګوالي، په جزایي قضيو کې حقوقي مرستو ته د بېوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو د لاسرسۍ، د مرکز او ولایتو په کچه په وړيا ډول د ۱۸۸ شمېرې له لارې حقوقي مشورې ورکول،  په عدلي او قضائي مراجعو کې د حقوقي مساعدینو د کاري ستونزو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او مسؤولينو سره یې لازم معلومات شریک کړل.
په دې ناسته کې د بغلان ولایت والي او نورو مسؤولينو ډاد ورکړ چې د حقوقي مرستو د ترلاسه کولو په موخه د عدلیې رياست د حقوقي مرستو آمریت ته د بيوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو کسانو ورپېژندلو او حقوقي مساعدینو سره په قضايي ناستو کې د ګډون او دغه راز د هغوی د مؤکلينو په دوسیو کې لازمه همکاري کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۱۳
Background image

د عدلیې وزیر د احتکار پر مخنیوي او د کورونو د کرايې د لوړېدو پر مخنیوي ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د روژې د میاشتې په ۱۶مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو له مسؤولینو سره په یوې ناسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS