د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۷
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۷مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د ننګرهار ولایت د عدلیې رئیس کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، د اخلاص درلودلو، په جماعت سره د لمانځه ادا کولو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او  یو شمېر نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د سمنګان، جوزجان او سرپل ولايتونو له واليانو سره وليدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په لړ کې تېره اوونۍ، جوزجان، سمنګان او سرپل ولایتونو  ته سفر وکړ او له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۳۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په هرات ولایت کې د کورونو د کرايې د کنټرول ګډې کمېټې د هرات ښار په ۱۴ ناحیه کې په تېرو دوه ورځو کې د معاملاتو لارښوونې له ۳۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۴۶
Background image

په کابل ښار کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو د ۴۵ دفترونو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د تېرو دوو مياشتو په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۲۹ اتحادیو، ۱۷ خیریه بنسټونو، ۱ شورا او ۱ سازمان فعاليتونه نظارت او بررسي کړل.. . .

BACK TO NEWS