د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۵
.

 د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۳مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د پنجشیر ولایت د عدلیې رئیس قاري شکرالله احمد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د پنجشیر ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضري ته په پابندي کولو، په نبوي سنتو خپل صورت او سیرت برابرولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۹
Background image

په کندوز او تخار ولایتونو کې د سرو زرو ۱۶ پلورنځي د غیرقانوني فعالیتونو له امله وتړل شول

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئيس، مفتي احمد ضيا خبیب په مشرۍ يو پلاوی د افغانستان د زرګرانو اتحادیې د مسؤولينو په ملتيا د بغلان، سمنګان، جوزجان، کندوز، فاریاب، بلخ، سرپل، بدخشان او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۳:۴
Background image

د عدلیې وزارت په مدرسة العدالة کې د حدیثو لویې دورې او د نورو درجو د درسونو پیل

 د عدلیې وزارت په مدرسة العدالة کې د شوال د میاشتې په ۲۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د حدیثو لویې دورې د پنځمې دورې په شمول او د نورو درجو درسونو پیل او په رسمي توګه د یاد وزارت د مقاماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۵۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې یوه دارالوکاله د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شوه

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شوال د مياشتې په ۲۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له یو شمېر. . .

BACK TO NEWS