په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۲
.

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست د انسجام آمریت په رهبرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د جمادی‌الآخرة د مياشتې په ۸ مه نېټه د شنبې په ورځ،  د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې له ۱۳ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو موټر پلورنځیو د ثبت کتابونه، جوازلیکونه، رسمي‌سټې، لوحې او نور اړين سندونه بررسي کړل.

پلاوي د ياد نظارت په ترڅ کې د موټر پلورنځیو په چارو کې یو لړ نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او متصديانو ته یې د یادو نيمګړتياوو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه لازمې توصيې وکړې.

همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو موټر پلورنځیو متصديانو هم خپلې موجودې ستونزې له نظارتي پلاوي سره شريکې کړې او د حل غوښتونکي شول چې د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۲۸
Background image

عدلیې وزارت ته له مراجعې او لیدنې وروسته، د دغه وزارت په اړه په کابل کې مېشت د سعودي عربستان د اوسیدونکي، عبدالله محمد ابراهیم الصنات نظر

هنا صُدمت في كابل.!!

وزارة العدل الأفغانية.!!

في زيارة مميزة جمعتني بأحد الأصدقاء إلى وزارة العدل الأفغانية؛ كنت أعتقد أننا سنقوم بجولة اعتيادية داخل إحدى الجهات الحكومية، لكن الواقع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دا. . .

BACK TO NEWS