د سرپل ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۴۰
.

 د سرپل ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۲۶ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د سرپل ولایت د عدلیې رئیس مفتي کمال الدین فاضل په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د سرپل ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندي کولو، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
همدارنګه په دې ناسته کې د عدلیې رئيس د امارتد  قضایاوو مسؤولينو ته لارښوونه وکړه چې په اړوندو محکمو کې دوسیې تعقيب کړي تر څو د عامه ګټو او امارتي ملکيتونو د ضایع کېدو مخنيوی وشي.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۳۵
Background image

د عدلیې وزیر د امارتي مسؤولینو او کارکوونکو پر اخلاص او صداقت ټینګار وکړ

 د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو تر منځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه ناسته د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۴۰
Background image

د سرپل ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د سرپل ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۲۶ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د سرپل ولایت د عدلیې رئیس مفتي کمال الدین فاضل په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۵
Background image

په کندز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 په کندز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په کندز ښار کې له ۷ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

BACK TO NEWS