د ننګرهار عدليې رياست او د جلال‌اباد ښاروالۍ ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۱۷
.

 د ننګرهار ولایت د عدليې رياست او د جلال‌اباد ښاروالۍ ترمنځ د همغږۍ ناسته د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۲۵مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د دواړو ادارو رئیسانو او نورو مسؤولینو په ګډون، د ښاروالۍ په مقر کې ترسره شوه.  
د عدليې رئيس مولوي محمد رئیس محمدي، په دې ناسته کي د صنفي اتحادیو یو شمېر ستونزې له ښاروالۍ سره شریکې کړې او یادو اتحادیو ته یې د مشخصو نرخنامو د تعیین او د اړوندو مسؤولینو لخوا یې د تطبیق غوښتنه وکړه.
په ورته مهال د جلال‌اباد ښاروال، قاري بلال د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه چې د اتحادیو د ستونزو د حل په برخه کې هڅې کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۱۰
Background image

د عدلیې وزارت د قانون جوړونۍ او د علمي – حقوقي څېړنو د چارو لوی ریاست مرستیال معرفي شو

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ربیع الآخر د میاشتې په ۱۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د یوې ناستې په ترڅ کې د یاد وزارت د قانون جوړونۍ او د علمي – حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۴۶
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې او موټورپلورنځیو ۳ دفترونه وتړل شول

 د ننګرهار ولایت عدلیې ریاست د معاملاتو لارښوونې او د موټرپلورنځیو له فعالیت څخه د نظارت او د یاد ولایت په کچه د مراجعینو شکایتونو ته د رسیدګۍ په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې او موټر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۵
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د درېیمې، څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو. . .

BACK TO NEWS