د پکتیا ولایت مدافع وکیلانو او عریضه لیکونکو لپاره زده کړه‌ییزه برنامه جوړیدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۱۶
.

 د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د یاد ولایت مدافع وکیلانو او عریضه لیکونکو لپاره یوه‌ورځنۍ زده کړه‌ییزه برنامه جوړه کړه.

دا زده کړه‌ییزه برنامه د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۲۱مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست په تالار کې ترسره شوه او د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح، د مرافعې محکمې رئیس مفتي عبیدالله خالد، د پکتیا پوهنتون د حقوقو پوهنځي ښوونکي شریف الله امین او د عدلیې ریاست او مرافعې محکمې نورو مسؤولینو په‌کې ګډون درلود او وینا وکړه.

د پکتیا د عدلیې رئیس په دې برنامه کې، بېلابېلو برخو لپاره د زده‌ کړه‌ییزو برنامه اهمیت بیان کړ او د مدافع وکیلانو او عریضه لیکونکو د فعالیت جواز درلودلو او قانوني مسؤولیتونو په هکله یې معلومات وړاندې کړل.

د پکتیا مرافعې محکمې رئیس هم په خپله وینا کې مدافع وکیلان د عدالت د تأمین او د خلکو د حقوقو ساتنې لپاره د عدلیې نظام مهم رکن وباله او ویې ویل چې مدافع وکیلان باید د شریعت، صداقت او انصاف پر اساس له خپلو مؤکلینو څخه دفاع وکړي. همداراز نوموړي د عریضه لیکونکو پر دقت او په معیاري توګه د عریضو پر لیکنې ټینګار وکړ.

په دې برنامه کې ګډونوالو ته د دفاع وکالت او عریضه لیکنې په تړاو د اصولو، دندو، صلاحیتونو، کاري ساحو، اړوندو تقنیني سندونو او نورو موضوعاتو په اړه لازمې زده کړې ورکړل شوې.

په یاده برنامه کې ګډون‌کوونکو مدافع وکیلانو او عریضه لیکونکو هم خپلې پوښتنې او ستونزې بیان کړې او مسؤولینو یې په هکله لازم ځوابونه او د حل لارې چارې وړاندې کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۲
Background image

په کندوز ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د ذوالقعدة د مياشتې په لومړۍ نېټه، د شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۳۷
Background image

د کاپیسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د کاپیسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د شوال د مياشتې په ۲۹مه نېټه، د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالقدیر عابد او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۹
Background image

په کندوز او تخار ولایتونو کې د سرو زرو ۱۶ پلورنځي د غیرقانوني فعالیتونو له امله وتړل شول

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئيس، مفتي احمد ضيا خبیب په مشرۍ يو پلاوی د افغانستان د زرګرانو اتحادیې د مسؤولينو په ملتيا د بغلان، سمنګان، جوزجان، کندوز، فاریاب، بلخ، سرپل، بدخشان او. . .

BACK TO NEWS