په کندوز ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۲
.

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د ذوالقعدة د مياشتې په لومړۍ نېټه، د شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل چې په ترڅ کې یې ۲ دارالوکالې د غیر قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول.

په دې نظارت کې نظارتي پلاوي د یادو دارالوکالو په چارو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې کړې او د لرې کولو په موخه یې د هغو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې.

د دغه نظارت په ترڅ کې مدافع وکيلانو هم خپلې موجودې ستونزې له نظارتي پلاوي سره شريکې کړې او د هغو د حل غوښتونکي شول چې د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د عدلیې وزیر د قوانینو د تدقیق او فقهي تخریج د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې د عدلیې وزارت د اړوندو برخو له لوري د قانون جوړونې او د تقنیني اسنادو د وروستي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۵:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د هرات ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۲۸مه نېټه د سه‌شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۳۶
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست او د حقوقي مرستو ریاست نوي رئیسان چې د دغه وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS