په کندز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو
د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جمادیالأولی د مياشتې په ۳ مه نېټه د شنبې په ورځ، د کندز ولایت په مرکز کې له ۶ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.
په دې نظارت کې نظارتي پلاوي د یادو دارالوکالو په چارو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې کړې او د لرې کولو په موخه یې د هغو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې. همدارنګه پلاوي ټينګار وکړ چې هېڅ مدافع وکیل نه شي کولی چې د فعالیت له جواز څخه پرته په دارالوکاله کې فعاليت ترسره کړي.
د دغه نظارت په ترڅ کې مدافع وکيلانو هم خپلې موجودې ستونزې له نظارتي پلاوي سره شريکې کړې او د هغو د حل غوښتونکي شول چې د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.
