د انسجام لوی ریاست

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت له مرکزي او کلیدي ریاستونو څخه یو دی، دغه ریاست په ۱۳۸۱ کال کې د افغانستان اسلامي جمهورۍ انتقالي دولت رئیس د (۱۵۲) ګڼې فرمان پر بنسټ د عدلیې وزارت په چوکاټ کې جوړ شو او بیا په (۱۳۹۸)کال د افغانستان اسلامي جمهورۍ د عالي مقام ریاست په منظورۍ او د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون له تأیدۍ وروسته د انسجام لوی ریاست ته ارتقا کړې ده، همدا راز دغه د ۱۳۹۸ کال تشکیل وروسته له بیا کتنې څخه لږ بدلون سره په ۱۴۰۱ کال چې  د ۲۶/۱۱/۱۴۴۳  نېټې سره سمون خوري د (۴۹۷۰) ګڼې لیک په ترڅ کې  د چارو ادارې لوی ریاست د دولت د تشکیلاتو بیاکتنې او اصلاحاتو کادري ریاست ته استول شوی او د یاد تکشیل منظورۍ خبر ورکړل شوی دی، چې لاندې برخې په کې شاملې دي.

  1. د جعیتونو د چارو ریاست
  2. د معاملو د لارښوونو چارو ریاست

د معاملو د لارښوونو او عریضه لیکوونکو، د ټولنیزو جمعيتونو ثبت او بررسۍ د انسجام لوی ریاست تشکیل

  1. اداري لوی مدیریت: دغه مدیریت یو (۴) او (۶) بست لري.
  2. د معاملو لارښوونو او د عریضه لیکونکو ریاست: دغه ریاست په خپل تشکیل کې د ۳ رتبې بست ۲ آمریتونه
  • د معاملو لارښوونو د ثبت او بررسۍ آمریت
  • د معاملو د لارښوونو او عریضه لیکونکو له فعالیتونو څخه د بررسۍ او نظارت آمریت

 (۳) د معاملو د لارښوونو او د عریضې لیکونکو له فعالیت څخه د نظارت او بررسۍ مدیریت (۴)  رتبې بستونه او د معاملو د لارښوونو د ثبت او جواز بررسۍ غړی ـ (۶) د عریضې لیکنې د جواز بررسۍ او ثبت مدیریت، د معاملو د لارښوونو او عریضې لیکونکو د نظارت غړي،  د معاملو د لارښوونو او عریضې لیکونکو د ډیټابېس او اداري مدیریت (۵) رتبې بستونه او (۲) د اداري مأمور (۶) رتبې بستونه دي.

  1. د جمعیتونو د چارو ریاست:

خپل تشکیل کې (۱) آمریت د (۳) رتبې بست، (۱۰) د جعیتونو بررسۍ او جمعیتونو د نظارت بورد (۴) رتبې بستونه، (۱) د اداري مدیر (۵) رتبې بست او (۱) اداري مأمور د (۶) رتبې بست لري.

د انسجام د لوی ریاست اساسي او عمده موخه:

د دغه ریاست عمده او اساسي دنده د ټولنیزو جمعیتونو، د معاملو د لارښوونو او عریضه لیکونکو ثبت او بررسي ده.

  1. د انسجام لوی ریاست عمده دندې:
  1. له مراجعینو او نورو مراجعو څخه د ټولو پاڼو، سندونو، لیکوونو، استعلام، وړاندیز لیک، غوښتنلیک اخیستل اړونده برخو ته یې استول.
  2. کارکوونکو ته د هغوی اړوندو کارونو لارښوونه.
  3. د ادارې په چارو کې د همکارۍ منځ ته راوړل.
  4. د انسجام لوی ریاست د چارو تنظیم او د دې ریاست کارونه ترتیبول.
  5. د انسجام لوی ریاست د چارو ښه انسجامول.
  6. د دې ریاست د ټولو برخو کنترول او مراقبت.
  7. د دې ریاست په خپل وخت د ټولو برخو د کاري چارو اجراآت.
  8. ټولنیزو جمعیتونو، د معاملو د لارښوونو او د عریضې لیکونکو سره د همکارۍ تأمینول.
  9. د دې ریاست ټولو برخو ته لارښوونه او همکاري کول.
  10. د وزارت اداري هیئت ناستو او رهبري هیئت ناستو کې ګډون او اړونده مقاماتو ته راپور وړاندي کول.
  11. ټولنیزو جمعیتونو، د معاملو لارښوونو او عریضې لیکونکو سره د یو ټولنیز جمعیت، معاملو د لارښوونې او د عریضې لیکونکو جوړیدو له پاره د هغوی د سندونو او پاڼو لا تنظیم په اړه خبرې اترې.
  12. د اړوند برخو څخه کلنی، ربعوار، میاشتنی او هفته یې راپور اخیستل او د وزارت مقام ته یې وړاندې کول.
  13. اړونده برخو ته د فرمانونو، حکمونو او مصوبو ویش.
  14.  د وزارت مرکز او ټولو مرکزي ریاستونو سره د کاري اړیکي تأمینول.
  1. د جمعیتونو د چارو ریاست عمده دندې
  1. د ټولنیزو جمعیتونو د اساسنامې بررسي.
  2. د ټولنیزو جمعیتونو د دوسیو تنظیم.
  3. د ټولنیزو جمعیتونو له مقر څخه لیدنه.
  4. د جمعیتونو د فعالیت او کړنو له څرنګوالي څخه نظارت.
  5. د دوسیو، لیکونو، لارښودونو او پالیسيو تنظیم.
  6. د ریاست هر وګړي له پاره د ربعوار او کلني پلانونو تنظیم او لیکل.
  7. د وظیفو تنظیم شوي کاري پلان او د دندو لایحې سره سم هر وګړي مسؤل کېدل.
  8. اړونده کتابونو کې د ټولنیزو جمعیتونو ثبتول.
  9. د جمعیتونو اړوند مسؤلینو ته د م ۲۵، فورم ویش.
  10. نوي کیدونکي او ټولنیز جمعیتونو ته د راجستر سند ترتیبول.
  11. قوماندانۍ او څارنوالۍ ته د جمعیتونو د مؤسسینو د عدم مسؤلیت استعلام استول.
  12. مراجعینو ته د لارښوود ویش.
  13. د مراجعینو ستونزو د حل له پاره د دوشنبې په ورځو د کمېسیون جوړول.
  1. د معاملو د لارښوونو او عریضې لیکونکو برخه کې:
  1. د معاملو د لارښوونو او عریضې لیکونکو د جوازلیک ویش او نوي کول.
  2. معلوماتي (دوراني) فورم ویشل.
  3. د معاملو د لارښوونو او عریضې لیکونکو له فعالیتونو څخه نظارت او بررسي.
  4. د معاملو د لارښوونو او عریضې لیکونکو جواز لیک له پړاونو تېرول، لغو، فسخ او استول.
  5. د سېټو مهر او نښه کول.
  6. د معاملو لارښوونو او عریضې لیکونکو د اړوند مراجعینو ستونزو څیړول او هغو ته رسیده ګي کول.
  7. د معاملو لارښوونو د متخلفینو تأدیبول.