د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۰:۵۱
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ربیع الاول د مياشتې په ۲۸ مه نېټه، د یکشنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د ننګرهار ولایت د عدلیې رئیس کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۲:۱۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۱ مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په  څلورمې ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې  له ۱۳. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د لوګر ولایت عدلیې رياست نظارتي پلاوي د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، پل علم ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتيا عدليې رئيس د څمکنۍ او ډنډپټان ولسوالیو له ولسوالانو سره وکتل

 د پکتيا ولايت د عدليې رئيس مولوي فاتح الله فاتح او ورسره مل پلاوي د ربیع الآخر د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ څمکنۍ او ډنډ پټان ولسوالیو  ته سفر وکړ او د یادو ولسوالیو له. . .

BACK TO NEWS