د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کورنيو چارو وزارت د ارشد امنيتي معينيت ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۰:۸
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، مولوي جان محمد «محمد طلحه» د کورنيو چارو وزارت دامنيتي ارشد معينیت، د کابل ولایت امنيه قوماندانۍ او د جنايي تحقیقاتو عمومي ریاست له مسؤولینو سره د جلا ناستو په ترڅ کې له هغوی سره د همکاریو او همغږیو د پياوړتیا په اړه خبرې وکړې.
دا ناستې په تېرې یوې اوونۍ کې ترسره شوې او د حقوقي مرستو رئیس او ورسره مل پلاوي په‌کې یادو مسؤولینو ته د حقوقي مرستو د ریاست، په جزايي او کورنیو قضیو کې بیوزلو ماشومانو، ښځو، زیانمنو، تورنو او شکمنو ته د وړیا حقوقي مرستو وړاندې کولو، د وړیا حقوقي مشورو ورکولو، په امنیتي حوزو کې د عامه حقوقي پوهاوي برنامو جوړولو او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
همداراز نوموړي وویل چې د حقوقي مرستو رياست د اسلامي شريعت په رڼا کې په جزایي او کورنيو  قضيو کې بیوزلو ماشومانو، ښځو، زیانمنو، تورنو او شکمنو ته وړيا حقوقي مرستې او مشورې وړاندې کوي او په کابل او نورو ولایتونو کې د عامه حقوقي پوهاوي برنامو په جوړولو سره  هېوادوالو ته پوهاوی ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت د ارشد امنیتي معينیت او د نورو څانګو مسؤولینو په یادو برخو کې د عدلیې وزارت فعالیتونه وستایل او ډاډ یې ورکړ چې د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو له ریاست سره به د حقوقي پوهاوي ورکولو د برنامو پلي کولو او نورو حقوقي خدماتو په برخو کې لازمې همکارۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۴۴
Background image

په کابل ښار کې ۶ دارالوکالې د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

دغه نظارت او بررسي د ربیع‌الآخر د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۳۳
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې، کرنې او د استيناف محمکې د رياستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د عدلیې، کرنې او د استيناف محکمې د ریاستونو ترمنځ د ربیع الآخر د مياشتې په ۱۴مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د استيناف محکمې په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۴ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په  پنځمې ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې  له ۸ دفترو. . .

BACK TO NEWS