د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د رياست نوی رئيس معرفي شو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۲:۲
.

 د عدلیې وزارت د کارکوونکو د چارو رئيس، محترم مفتي رحمت الله حليم د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد وزارت د مدافع وکیلانو د رياست  نوی رئيس چې د عدلیې وزارت د وړاندیز او د رياست الوزرا د عالي مقام د منظورۍ په اساس تعيين شوی دی، د یاد رياست کارمندانو ته وروپېژنده.
په دې غونډه کې چې د صفر المظفر د مياشتې په ۶مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدليې وزارت د بېلابېلو برخو رئیسانو او مسؤولینو په  ګډون جوړه شوه، محترم مولوي عبدالرحیم احسان د دغه وزارت د مدافع وکیلانو رياست د نوي رئیس په توګه معرفي شو.
په دې غونډه کې د عدليې وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس، د مدافع وکیلانو د نوي رئیس د موقف د مبارکۍ تر څنګ، په امارتي ادارو کې د مسؤولینو تقرر، بدلون او تبدیل یو اصل وباله او د مسؤولیتونو پر صادقانه توګه د ترسره کولو او خلکو ته پر رېښتني ډول خدمت کولو یې ټینګار وکړ.
د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو نوی رئیس د حدیثو له لویې دورې فارغ شوی او تر دې وړاندې یې د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو د رئیس په توګه دنده ترسره کړې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

په ننګرهار کې یو شمېر مدافع وکيلانو لپاره زده‌کړيزه برنامه ترسره شوه

 د ننګرهار ولايت د عدليې رياست د روژې د مياشتې په ۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د ياد ولايت د مدافع وکيلانو د ظرفيت لوړولو په موخه هغوی لپاره يوه ورځنۍ زده‌کړيزه برنامه جوړه کړه.

دا برنامه. . .

BACK TO NEWS