د عدلیې وزیر په کابل کې د اندونیزیا سفارت له شارژدافیر سره وکتل او خبرې وکړې

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۴:۵۵
.

 د اسلامي امارت د عدليې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په کابل کې د اندونیزیا سفارت له شارژدافیر ښاغلي نندا ایوالیست او د هغه له مل پلاوي سره وکتل او خبرې وکړې.

دا لیدنه نن د دوشنبې په ورځ، د محرم الحرام د میاشتې په ۱۸مه نېټه د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه او دواړو لورو په‌کې د اړیکو د پیاوړتیا، دوه اړخیزو همکاریو او په دې وروستیو کې په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول د قانون‌ جوړونې په برخه کې د افغانستان د پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د عدلیې وزیر په دې کتنه کې افغانستان او اندونیزیا د اسلامي او فرهنګي مشترکاتو درلودونکي دوه هېوادونه وبلل او څرګنده یې کړه چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ اړیکې او همکارۍ باید تر هغې کچې پورې وي چې ټول یې، یو هېواد وبلل شي.

نوموړي د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته د افغانستان د پرمختګونو په ځانګړې توګه د عدالت د تأمین او د قانون‌ جوړونې په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې تر دې دمه لسګونه عنوانه قوانین له معتبرو فقهې منابعو څخه تخریج شوي دي.

محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي وویل چې زموږ د ټولو قوانینو بنسټ قرآن کریم او نبوي سنت دي.

په کابل کې د اندونیزیا د سفارت شارژدافیر، ښاغلي نندا ایوالیست په دې لیدنه کې د قوانینو او په نورو برخو کې پرمختګونه مهم وبلل او ویې ویل چې هېواد یې له اسلامي امارت سره لا زیاتو همکاریو ته چمتو دی.

نوموړي د اندونیزیا او افغانستان ترمنځ ښې اړیکې اړینې وبللې او ټینګار یې وکړ چې  په کابل کې د اندونیزیا دیپلماتیک استازي په عنوان د خپل مأموریت په دوره کې به هڅه وکړي چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد اړیکې او همکارۍ پراخې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د کابل ښار په لسمه ناحیه کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
دغه نظارت او بررسي د صفر‌المظفر د مياشتې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

په بغلان ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د بغلان ولایت عدلیې رياست د صفر‌المظفر د مياشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۴:۴۹
Background image

په بادغیس ولایت کې د څه باندې ۱۰۰ زره جریبه امارتي ځمکې تشخيص کېدل

 د بادغیس ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د صفر‌المظفر د مياشتې په ۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې. . .

BACK TO NEWS