د عدلیې وزیر په کابل کې د اندونیزیا سفارت له شارژدافیر سره وکتل او خبرې وکړې

barekzai_admin
Mon, Jul 14 2025 2:55 PM
.

 د اسلامي امارت د عدليې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په کابل کې د اندونیزیا سفارت له شارژدافیر ښاغلي نندا ایوالیست او د هغه له مل پلاوي سره وکتل او خبرې وکړې.

دا لیدنه نن د دوشنبې په ورځ، د محرم الحرام د میاشتې په ۱۸مه نېټه د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه او دواړو لورو په‌کې د اړیکو د پیاوړتیا، دوه اړخیزو همکاریو او په دې وروستیو کې په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول د قانون‌ جوړونې په برخه کې د افغانستان د پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د عدلیې وزیر په دې کتنه کې افغانستان او اندونیزیا د اسلامي او فرهنګي مشترکاتو درلودونکي دوه هېوادونه وبلل او څرګنده یې کړه چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ اړیکې او همکارۍ باید تر هغې کچې پورې وي چې ټول یې، یو هېواد وبلل شي.

نوموړي د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته د افغانستان د پرمختګونو په ځانګړې توګه د عدالت د تأمین او د قانون‌ جوړونې په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې تر دې دمه لسګونه عنوانه قوانین له معتبرو فقهې منابعو څخه تخریج شوي دي.

محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي وویل چې زموږ د ټولو قوانینو بنسټ قرآن کریم او نبوي سنت دي.

په کابل کې د اندونیزیا د سفارت شارژدافیر، ښاغلي نندا ایوالیست په دې لیدنه کې د قوانینو او په نورو برخو کې پرمختګونه مهم وبلل او ویې ویل چې هېواد یې له اسلامي امارت سره لا زیاتو همکاریو ته چمتو دی.

نوموړي د اندونیزیا او افغانستان ترمنځ ښې اړیکې اړینې وبللې او ټینګار یې وکړ چې  په کابل کې د اندونیزیا دیپلماتیک استازي په عنوان د خپل مأموریت په دوره کې به هڅه وکړي چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد اړیکې او همکارۍ پراخې کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS