د کنړ ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۵۸
.

 د کنړ ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۳ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي روح الله روحاني په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، دکنړ ولایت د عدلیې رئيس په خپلو خبرو کې  وويل چې د اسلامي امارت د نظام د بقا په خاطر باید ټول په ګډه سره هلې ځلې وکړو او خپلو خلکو ته په پوره ایمان دارۍ او صداقت سره خدمت ترسره کړو.
نوموړي همدارنګه،  د عدلیې ریاست  کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندي کولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د عدلیې ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۲۸
Background image

عدلیې وزارت ته له مراجعې او لیدنې وروسته، د دغه وزارت په اړه په کابل کې مېشت د سعودي عربستان د اوسیدونکي، عبدالله محمد ابراهیم الصنات نظر

هنا صُدمت في كابل.!!

وزارة العدل الأفغانية.!!

في زيارة مميزة جمعتني بأحد الأصدقاء إلى وزارة العدل الأفغانية؛ كنت أعتقد أننا سنقوم بجولة اعتيادية داخل إحدى الجهات الحكومية، لكن الواقع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دا. . .

BACK TO NEWS