په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۶۷ زره کسانو ته حقوقي پوهاوی ورکړل شوی

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۸:۴۶
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست په مرکز او ولایتي آمریتونو يې په ولایتونو کې د تېر هجري قمري کال د ذی‌الحجې میاشتې په ترڅ کې د ۱۵۱ برنامو په جوړولو سره ۶۷ زره او ‍۵۷۰ تنو هېوادوالو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.
یادې برنامې د مرکز په شمول د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې ترسره شوې، چې د هغو له ډلې څخه  ۲۳ زره او ۷۵۳  تنه په کابل، ۸ زره او ۲۸۸ تنه په بلخ، ۷ زره او ۹۶۹ تنه په ارزګان، ۶ زره ۲۲۵ تنه په غزني او پاتې نور په بېلابېلو نورو ولایتونو کې له دغو برنامو څخه برخمن شوي دي.
په دغو برنامو کې ګډونوالو ته د شکمن او تورن د حقوقو، د اسلامي شریعت د حکمونو په رڼا کې د اولادونو د روزنې، د اسلامي شريعت له نظره پر ماشومانو د مور او پلار د حقوقو، نشه يي توکي او په اسلامي شريعت کې د هغو احکام، غصب او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی. 
دغه راز په دغو برنامو کې د حقوقي مرستې د څانګې مسلکي غړو په مرکز او ولایتونو کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې هغوی ته حقوقي مشورې وړاندې کړي.
د عدلیې وزارت، د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک د خپلو حقوقو، وجایبو او مکلفیتونو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS