د پنجشیر ولایت د عدلیې او استیناف محکمې رياستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۲:۳۶
.

 د پنجشیر ولایت د عدلیې رئیس قاري شکرالله احمد او ورسره مل پلاوي د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت د استیناف محکمې له عمومي رئیس عبدالله سدید سره د استیناف محکمې په مقر کې د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د املاکي دوسیو په برخه کې د ځینو ستونزو په اړه چې محکمو پورې اړه لري، خبرې وشوې او د حل په موخه هر اړخيز بحث وشو.
همدارنګه، په دې ناسته کې د دواړو ادارو ترمنځ د لا زياتې همغږۍ او همکارۍ په موخه، د ورته ناستو پر دوامداره جوړیدو ټینګار وشو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

په ننګرهار کې یو شمېر مدافع وکيلانو لپاره زده‌کړيزه برنامه ترسره شوه

 د ننګرهار ولايت د عدليې رياست د روژې د مياشتې په ۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د ياد ولايت د مدافع وکيلانو د ظرفيت لوړولو په موخه هغوی لپاره يوه ورځنۍ زده‌کړيزه برنامه جوړه کړه.

دا برنامه. . .

BACK TO NEWS