په تېرو دوه‌‌نیمو کلونو کې څه باندې ۳.۹ میلیونه جریبه امارتي ځمکه استرداد شوې ده

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۵:۱۸
.

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د خپلو دوه‌نیمو کلونو د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وړاندې کړ چې له مخې یې د دغه کمېسیون د فعالیت له پیل راهیسې څه دپاسه ۳ میلیونه ۹۳۰ زره او ۹۳۳ جریبه امارتي ځمکه د هېواد په کچه له پېژندنې او تثبیت وروسته د هغو له غاصبینو څخه استرداد شوې ده.

په دې خبري کنفرانس کې چې د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین او د کمېسیون غړی محترم مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق، د کمېسیون او د عدلیې وزارت نورو مسؤولینو او د رسنیو استازو او خبریالانو حضور درلود.

محترم مولوي محمد اسماعیل غزنوي په دې ناسته کې د ځمکو له غصب څخه مخنیوی یوه مهمه او اساسي موضوع وبلله او ټینګار یې وکړ چې اسلامي امارت له غاصبینو څخه د امارتي ځمکو بېرته راګرځولو ته ژمن دی. نوموړي زیاته کړه چې د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې د میلیونونو جریبو امارتي ځمکو غصب د افغانستان د اشغال او د ملوک الطوایفي حکومتونو له کبله وو چې الحمدلله اوس‌مهال اشغال پای ته رسیدلی او دا ستونزه هم حل کېږي.

دغه راز نوموړي په دې ناسته کې وویل چې اسلامي امارت هوډ لري ترڅو مالدارانو لپاره، څړځای (عامه مرعی ځمکه) برابره کړي او په دې برخه کې جدي اقدامات ترسره شوي او دا بهیر دوام لري.

په دې ناسته کې محترم مولوي احسان الله وثیق د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ چې په اساس يې په تېرو دوه‌نیمو کلونو کې د ۳.۹۳ میلیونه جریبه استرداد شوې امارتي ځمکې ترڅنګ، د افغانستان په کچه څه دپاسه ۴۹ میلیونه جریبه نوره ځمکه تثبیت شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په همدې موده کې یوازې په کابل کې له ۶۶ زرو ۷۲۴ جریبو څخه زیاته امارتي ځمکه له غاصبینو څخه استرداد شوې ده.

نوموړي په دوام کې وویل چې، که څه هم د غصب شویو ځمکو د استرداد او اراضۍ لپاره د نوي وزارت فرمان د اسلامي امارت د رهبرۍ لخوا صادر شوی خو د دغه وزارت تر رامنځته کېدو پورې، کمېسیون د پخوا په څېر او په جدي ډول خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۲:۵۹
Background image

په بلخ ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د شمال زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د صفر‌المظفر د میاشتې په ۹ مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د بلخ ولایت په مرکز، مزار شريف ښار کې له ۱۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

په بادغیس ولایت کې له يو شمېر عريضه ليکونکو څخه نظارت ترسره شو

 د بادغيس ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د میاشتې په ۹ مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ په قلعه نو ښار کې له یو شمېر عریضه ليکونکو څخه نظارت ترسره کړ.
نظارتي پلاوي چې په مشري یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۲:۴۲
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې ۲۰۰ جریبه امارتي ځمکې تشخيص

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د صفر‌المظفر د مياشتې په ۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د مزار شریف ښار. . .

BACK TO NEWS