د جایدادونو مالکانو یا د معاملاتو لارښوونې د دفترونو پر وړاندې د شکایتونو د ثبت لپاره د عدليې وزارت سره د اړیکې لارې

barekzai_admin
.

 لکه څنګه چې هېوادوالو ته څرګنده ده، د عدليې وزارت هغو شکایتونو ته چې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو او د جایدادونو مالکین، هېواد ته د مهاجرینو له بېرته راستنېدو څخه په ناوړه ګټه اخیستو سره پر اوسنیو او نویو کرایه‌نیونکو یې د کورونو کرایه لوړه کړې او یا هم (د معاملې له دواړو لورو د یوې میاشتې کرایې له یو سلنه څخه) زیات کمېشن اخلي، د رسیدګۍ بهیر پیل کړی.

له همدې امله دغه ډول مواردو سره د مخ کېدو په صورت کې، د جایداد له مالک یا د معاملاتو لارښوونې د دفتر پر ضد خپل لیکل شوی شکایت عدليې وزارت ته وړاندې کړي ترڅو ورته رسیدګي وشي او یا هم د لاندې شمېرو له لارې د عدلیې وزارت له اړوندې برخې سره اړیکه ونیسي او خپل شکایت ثبت کړي. دغه راز په ولایتونو کې، د جایداد له مالک یا د معاملاتو لارښوونې د دفتر پر ضد شکایتونو ته د رسیدګۍ مرجع، د عدليې ریاستونه دي.

اړیکه:  0202526794

وټساپ : 0703207189

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۴۱
Background image

د افغان قابله‌ګانو د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د هېواد په کچه ټولو قابله‌ګانو ته خبر ورکوي چې ټاکل شوې ده د افغان قابله‌ګانو د اتحادیې د فعالیت جواز لیک نوی (تجدید) شي.

په دې اساس، هغه محترمې قابله . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۰
Background image

د افغانستان د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې شرکتونو د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 په دې وروستیو کې د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې شرکتونو یو شمېر مسئولینو د عدلیې وزارت د مقام تر سرلیک لاندې د یو رسمي غوښتنلیک په ترڅ کې د افغانستان د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵
Background image

د سنتي طب د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت ټولو سنتي طبیبانو ته خبر ورکوي چې ټاکل شوې ده د سنتي طب د اتحادیې د فعالیت جواز لیک نوی (تجدید) شي.

په دې اساس، هغه سنتي طبیبان چې د یادې اتحادیې د ریاست . . .

Back to announcements