د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۰:۲۴
.

 د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه، د روژې د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دارالترجمو اړوند د روسي او انګلیسي ژبو ژباړې د فعاليت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه د دغه وزارت په مقر کې جوړه کړه.
په دې برنامه کې چې، د عدليې وزارت  د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق او د کارکوونکو د چارو رياست مسؤولینو د ازموینې له بهیر څخه څارنه کوله د ژباړې د فعالیت د جواز ۶ تنو غوښتونکو ګډون درلود.
د عدلیې وزارت د دارالترجمو اړوند ژباړونکو ته د فعالیت جواز د ویشلو په موخه، په منظم ډول له هغوی څخه ازموینه اخلي ترڅو وړ او با استعداده کسانو ته په اصولي او شفاف ډول جواز وویشل شي او د خلکو په کارونو کې هم آسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۳:۵۴
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۴۱ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال په اسد (زمري) میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۳۲۶ دفترونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۳:۴۲
Background image

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
دغه نظارت او بررسي د ربیع‌الاول د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۳:۳۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الاول د مياشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېيمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې  له ۱۳ دفترونو. . .

BACK TO NEWS