په بدخشان ولایت کې د ۱۱۶ جریبه امارتي ځمکې استرداد

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۱:۴۴
.

 د بدخشان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د روژې د مياشتې په ۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې تخنيکي هيئت د فیض آباد ولسوالۍ په دوهمه ناحیه کې د ارشاد حج  او اوقاف رياست اړوند یو سل شپاړس (۱۱۶) جریبه امارتي ځمکه چې له دې وړاندې امارتي تثبیت کړې وه د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد کمېسيون د پرېکړې په اساس استرداد کړه.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د لازمو اجرآاتو په موخه اړوندې ادارې ته واستول شي.
همدارنګه، په ياده ناسته کې د بدخشان ولایت د بېلابېلو ساحو د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS