بې‌وزلو اشخاصو لپاره د وړیا حقوقي مرستو او مشورو وړاندې کولو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په عدليي او قضائي ارګانونو کې د ټولنې بې‌وزله وګړو لپاره په جزائي قضیو او همدارنګه د ښځو او ماشومانو په کورنیو قضیو کې وړیا مدافع وکیل تعیینوي، ترڅو له اسلامي شریعت سره سم د هغوی له حقوقو څخه دفاع وشي. همدارنګه یاد ریاست افرادو او اشخاصو ته وړیا حقوقي مشورې وړاندې کوي. 
له همدې امله، په هغه صورت کې چې هېوادوال په یادو قضیو کې په عدلي او قضايي ارګانونو کې وړیا حقوقي مساعد ته اړتیا ولري، نو په مرکز کې دې د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست ته او په ولایتونو کې دې د اړوند ولایت عدلیې ریاست ته مراجعه وکړي او حقوقي مشورې ته د اړتیا په صورت کې، هره ورځ په رسمي وختونو کې د ۰۲۰۲۵۲۶۷۹۰ شمېرې سره اړیکه ونیسي. 
همدارنګه، د یادو خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر څخه د شکایت په صورت کې له پورته شمېرې سره اړیکه ونیسئ او خپله موضوع او شکایت شریک کړئ.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د ۵۸ دورې د پاېلو خبرتیا

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر ۵۸ دوره د چنګاښ (سرطان) د میاشتې په ۱۰ نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغې دورې د ګډونکوونکو په حضور سره جوړه کړه.

د ارزونې په دې دورې کې ۹ تنه . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۱:۲۴
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د ۵۸ دورې په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

د هېواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي چې د مدافع وکیلانو ریاست د محرم الحرام د میاشتې په ۵مه نېټه چې د چنګاښ (سرطان) د میاشتې له ۱۰ نېټې سره سمون خوري د سه‌شنبې په ورځ، د  . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۴:۴۳
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د ۵۷ دورې د پاېلو خبرتیا

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر ۵۷ دوره د غویي د میاشتې په ۱۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغې دورې د ګډونکوونکو په حضور سره جوړه کړه.

د ارزونې په دغې دورې کې۱۴ تنه مدافع . . .

Back to announcements