په پکتیا ولایت کې د ۹ دارالوکالو نظارت او بررسي

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۱:۲۳
.

 د پکتیا  ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شعبان د مياشتې په ۵ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په مرکز ګردیز ښار کې له ۹ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.
مؤظف پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
د پکتیا  ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۵۹
Background image

په تېره یوه میاشت کې د عدلیې وزارت لخوا لسګونو بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته حقوقي مرستې وړاندې شوي

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست د روان کال د محرم الحرام د میاشتې په ترڅ کې، لسګونو بی‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کړي او په محکمو کې يې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۱۱ زرو کسانو ته حقوقي پوهاوی ورکړل شوی دی

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز کابل ښار کې د روان کال د محرم الحرام د میاشتې په اوږدو کې د ۴۱ برنامو په جوړولو سره ۱۱ زره او ۴۰۲ تنو هېوادوالو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۲۳
Background image

د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د عدلیې وزارت له لوري د ۱۲ زره او ۵۶۴ رسمي سندونو د ژباړې تصدیق

 د عدلیې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست، د تقنیني سندونو د ژباړې او رسمي سندونو د تصدیق ریاست، د روان کال د غبرګولي (جوزا) او چنګاښ (سرطان) میاشتو په اوږدو کې د ۱۲ زره او ۵۶۴ رسمي. . .

BACK TO NEWS