په پکتیا ولایت کې د ۹ دارالوکالو نظارت او بررسي
![.](/sites/default/files/2025-02/pktya2-.jpg)
د پکتیا ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شعبان د مياشتې په ۵ مه نېټه د سهشنبې په ورځ، په مرکز ګردیز ښار کې له ۹ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.
مؤظف پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
د پکتیا ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.