په کابل ښار کې ۲۷ خیریه بنسټونه او اتحادیې نظارت او بررسۍ لاندې ونیول شوې

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۴:۳۳
.

د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د تېرې یوې مياشتې په ترڅ کې  په کابل ښار کې ۱۲ اتحادیې او ۱۵ خیریه بنسټونه نظارت او بررسي کړل. 
مؤظف پلاوي په دې بررسۍ سره، د یوه  خیریه بنسټ او د یوې اتحادیې دفترونه چې په ناقانونه توګه يې فعالیتونه درلودل، مهرلاک کړل.
هیئت د یادو اتحادیو او خیریه بنسټونو نورو متصدیانو ته توصیه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت د اصولو او پاليسیو مطابق خپل فعالیتونه ترسره کړي.
همداراز، له هغوی څخه وغوښتل شول چې د خپلو فعالیتونو راپور په خپل وخت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو چارو له ریاست سره شريک کړي. 
د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو د چارو رياست نظارتي پلاوی په دوامداره توګه د اتحادیو او خیریه بنسټونو له فعالیت څخه بررسي او نظارت ترسره کوي تر څو د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست او د کابل ښار د زرګرانو اتحاديې مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

 د عدلیې وزارت د انسجام ریاست عمومي رئيس مفتي احمد ضياء خبیب د رجب المرجب د مياشتې په ۲۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ، د کابل ښار د زرګرانو اتحادیې له مسؤولينو او د زرګرانو یو شمېر مارکېټونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۳
Background image

د عدلیې وزارت د تقنیني ستاژ برنامې له اوومې دورې څخه د ۷۸ تنو فراغت

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې په وزارت کې د تقنیني ستاژ اوومه دوره په بریالیتوب سره پای ته ورسیده او د یوې غونډې په ترڅ کې د دغې دورې ۷۸ تنو ستاژرانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.

په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۴:۳۳
Background image

په کابل ښار کې ۲۷ خیریه بنسټونه او اتحادیې نظارت او بررسۍ لاندې ونیول شوې

د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د تېرې یوې مياشتې په ترڅ کې  په کابل ښار کې ۱۲ اتحادیې او ۱۵ خیریه بنسټونه نظارت او بررسي کړل. 
مؤظف پلاوي په دې بررسۍ سره،. . .

BACK TO NEWS