په کابل ښار کې ۲۷ خیریه بنسټونه او اتحادیې نظارت او بررسۍ لاندې ونیول شوې
د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د تېرې یوې مياشتې په ترڅ کې په کابل ښار کې ۱۲ اتحادیې او ۱۵ خیریه بنسټونه نظارت او بررسي کړل.
مؤظف پلاوي په دې بررسۍ سره، د یوه خیریه بنسټ او د یوې اتحادیې دفترونه چې په ناقانونه توګه يې فعالیتونه درلودل، مهرلاک کړل.
هیئت د یادو اتحادیو او خیریه بنسټونو نورو متصدیانو ته توصیه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت د اصولو او پاليسیو مطابق خپل فعالیتونه ترسره کړي.
همداراز، له هغوی څخه وغوښتل شول چې د خپلو فعالیتونو راپور په خپل وخت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو چارو له ریاست سره شريک کړي.
د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو د چارو رياست نظارتي پلاوی په دوامداره توګه د اتحادیو او خیریه بنسټونو له فعالیت څخه بررسي او نظارت ترسره کوي تر څو د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی وکړي.