په سمنګان ولایت کې د ۱۱ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۵:۱
.

د سمنګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د جمادي‌الثاني د مياشتې په ۸ نېټه د سه شنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.

د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د یوولس (۱۱) جریبه ځمکې موضوع په اړه بحث وشو او ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تثبيت شوه.

هيئت پرېکړه چې د دغې ځمکې دوسیه دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.

همدارنګه په ياده ناسته کې د سمنګان ولایت په نورو ساحو کې د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر دوسیې بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۵:۱
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر، د کمېسیون رئیس او  د اراضۍ او د امارتي ځمکو د استرداد وزارت وارسي کوونکی محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۴۴
Background image

په کابل ښار کې ۶ دارالوکالې د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

دغه نظارت او بررسي د ربیع‌الآخر د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۳۳
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې، کرنې او د استيناف محمکې د رياستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د عدلیې، کرنې او د استيناف محکمې د ریاستونو ترمنځ د ربیع الآخر د مياشتې په ۱۴مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د استيناف محکمې په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د. . .

BACK TO NEWS